د هند او پاکستاني پوځونو تازه ګواښونه: هر ډول جګړې ته بشپړ تیار یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

واشنګټن ــــ د هند یو پوځي جرنېل مېجر جنرل سریندرا سینګ مهل ویلي، د پاکستان له خوا د هر ډول برید ځواب ته چمتو دي. د هندي مطبوعاتو تر مخه جنرل مهل ویلي، تر څو چې په پاکستان کې د هغو ترهګرو ځالې موجودې وي، چې په هند کې جنګېږي، دوی به ورباندې بریدونه کوي

.

د پاکستان له خوا د هند د جنګي الوتکو تر را غورځولو وروسته د هند د ځمکني، سمندري او هوایي پوځ اعلی افسرانو په یوه ګډ خبري کانفرنس کې د پاکستان د پوځ ځینې دعوې رد کړې او ویې ویل چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د هوایي بریدونو ثبوتونه لري او دا د هند د حکومت فیصله ده چې دغه ثبوتونه کله وړاندې کوي.

د هند د هوایي پوځ یوه افسر آر جي کې کپور په دغه خبري کانفرنس کې وویل، چې پاکستان د هند په ضد په بریدونو کې ایف 16 الوتکې استعمال کړې دي او په دې اړه یې د هغو میزایلو د ټوټو ثبوتونه وړاندې کړل چې له دغو الوتکو غورځول شوي وو.

ښاغلي کپور وویل، چې اې ای ایم توغندي یواځې له ایف 16 الوتکو څخه ویشتل کېدای شي. وایي د پاکستان هوایي ځواک غوښتل چې د هند پوځي مرکزونه په نخښه کړي، خو وایي بریدونه یې خطا تللي دي.

د هند د سمندري ځواکونو یوه افسر ډي ایس ګجرال په دغه خبري کانفرنس کې وویل، چې د پاکستان له خوا څه قسمه ګزار تمبولو ته تیار دي او د هېواد له ځمکني او سمندري ځواکونو سره کلک ولاړ دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د شورو- چارشنبې په ورځ د پارلمان له غړو سره د لیدو په وخت اندېښنه څرګنده کړې، چې هند له خوا د پاکستان په ضد د کاروایۍ خطر اوس هم موجود دی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي، چې ټول پوځ له هند سره د تاوتریخوالي له امله چمتو او هر ګزار ویلو ته تیار دی.