ما ټوله نړۍ قانع کړه چې طالبانو سره خبرې وکړي- غني

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ټینګار کوي، چې په ملي مسلو کې په ځانګړي ډول د سولې په اړه به ټول حدود یوازې د افغانستان خلک ټاکي.

ښاغلي غني د افغانستان د ښځو په ملي اجماع کې، چې د "جګړه بس ده" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه وویل د افغانستان ټول اقشار د سولې په اړه یو واحد نظر ته رسیدلي دي او باید د سولې په مشورتي جرګه کې منسجم حضور ولري

.

هغه له طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني سولې ته غاړه کیږدي، " که موخه دا وه، چې نړیوال ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، نړیوال ځواکونه هم ستاسو مانع نه دي، دا ګز او دا میدان، ما ټوله نړۍ قانع کړې ده، چې تاسو سره خبرې وکړي. تر څو، چې ما نه وه ویلي په دې اولسو کلونو کې تاسو سره چا خبرې وکړې؟".

ښاغلي غني ونه ویل چې نړۍ یې څنګه له طالبانو سره خبرو ته اماده او قانع کړه. خو ټېنګار یې وکړ چې د سولې "حدود یوازې د افغانستان خلک ټاکي، څوک نه شي کولای پر موږ سوله تحمیل کړي او نه شي کولای هغه سوله، چې تلپاتې نه وي څوک یې پر موږ ومني".

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په قطر کې د طالب استازو او امریکا د خبرو یوه برخه وه.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره روان مذاکرات ګټور وو.

د ښځو پریکړه لیک

ښځو د پنجشنبې ورځې په ناسته کې پنځلس ماده ییز پریکړه لیک خپور کړ، چې پکې د تیرو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب، د ښځو پر انساني حقوقو او د افغانانو په مالکیت د سولې په خبرو اترو ټینګار شوی وه.

د ښځو یوې استازې بسمینې خپل پریکړه لیک ولوست. په پرېکړه لیک کې راغلي "موږ افغانې ښځې د اوربند غوښتونکې یو او د وسلوالو طالبانو او حکوت تر منځ د جګړې د دریدلو غوښتونکې یو.د انساني ارزښتونو او سولیزو کړنو د ودې لپاره دې کمپیاینونه وشي، علمای کرام دې د سولې په راوستلو کې خپلې هڅې چاري وساتي او دا سې سوله چې د ښځو لاسته راوړنې او حقوقونه پکې خوندي نه وي دوې ته د منلو وړ نده".

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په جګړه کې ښکیل لوري مجبوره دي د ښځو غوښتونو ته ځواب ووایي او د هغوې غوښتونو ته غوږ کیږي.