طالبان: ملا برادر یوازې د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې ګډون کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي.

دوی وایي، د امریکا له خوا مرکچي پلاوی په هغه کچه کې نه دی چې ملابرادر دې ورسره خبرو ته کښیني. طالبانو بي بي سي ته ویلي، د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي

.

په قطر کې د طالب او امریکایي استازو د راتلونکې دوشنبې غونډې کره اجنډا لا نه ده څرګنده شوې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري به په پخوانیو غونډو کې د راپورته شویو مسائلو په تعقیب خبرې وکړي.

بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، معلومات یې ښيي چې د غونډې د سر موضوع به د ملګرو ملتونو له تورلیسته د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو ایستل وي.

د دغې شورا د اجرائیه هئیت غړی او سلاکار عبدالحکیم مجاهد وایي، جوړیدونکې غونډه کې به هم د طالب او امریکایي استازو بحثونه وروستي نه شي.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د دوحې غونډې په اړه به سبا شنبه خبري کنفرانس کې خپل دریځ روښانه کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د سولې په اړه یوه غونډه کې وویل، د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره باید حکومت او طالبان له کوم شرط پرته اوربند وکړي.

بل خوا طالبان وایي چې د قطر په جوړیدونکې غونډه کې به له انس حقاني پرته د دوی نوی اعلان شوی مرکچي پلاوی ګډون وکړي.

انس حقاني چې د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني زوی دی، له څلورو کلونو راهیسې د افغان حکومت په زندان کې دی، خو طالبان یې له امریکایانو د راخوشې کېدو غوښتنه کوي.

خو د افغانستان حکومت وایي، نوموړی بندي دی او د بندیانو د قوانینو پر بنسټ له محاکمې پرته نه شي ازادیدلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، له پخوا د قطر په غونډه کې د دوی د تحریک د نوي ټاکل شوي مرستیال او د سیاسي د فتر د مشر ملا عبدالغني برادر ګډون نه و، پلان شوی.

طالبان تمه لري چې ملا غني برادر د لوړې کچې په مذاکراتو کې ګډون وکړي په کوم کې چې د امریکا لوړ پوړي چارواکي هم ګډون ولري.

په پاکستان کې سرچینو ویلي، ملا برادر غني له ښې روغتیا برخمن دی او د اصلي پریکړه کوونکو له ډلې دی.

خو دا چې پاکستان پر نوموړي څومره نفوذ لري او په مذاکراتو کې د ملا برادر نه ګډون به دې مسلې سره کومه ریښه ولري کنه؟ تراوسه لا نه ده روښانه شوې.

افغان طالبانو رسنیو ته په یوه وینا پاڼه کې د رویټرز خبري اژانس هغه ادعا رد کړې چې په قطر خبرو کې د ملا برادر نه ګډون د طالبانو خپلمنځي توپیرونه دي.

طالبان وايي، د ملا برادر د نه ګډون سبب دا دی چې د امریکايي پلاوي په ترکیب کې د ملا برادر په کچه څوک نه شته، نو ځکه دی هم پکې ګډون نه کوي.