غني: د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د اوبو پر مهارولو پانګونه یې لومړیتوب دی او د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي. نوموړي دا څرګندونې د لوی کندهار ځوانانو ته په یوه ناسته کې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته د کب پر ۴مه استول شوې وینا پاڼه کې ویل شوي، په کجکي بند کار به نژدې راتلونکې کې د ترکانو په پانګونه پیل شي، چې یو میلیارد متر مکعب نورې اوبه زېرمه او سل مېګا واټه بېښنا تولید کړي

.

ولسمشر غني د ځوانانو دغې ناستې ته ویلي، دهلې بند ته امکانات برابر شوي او د نورو بندونو مطالعات ادامه لري، چې په هېواد کې د ۶۰۰ زره هکټاره ځمکې خړوبولو پلان لري، چې په وینا یې، د غنمو له پلوه به هېواد پر ځان بسیا کېدو ته نژدې شي.

د کندهار ځوانانو ته ولسمشر په وینا کې وویل، د هېواد وچو او تازه مېوو ته به په نړیوالو بازارونو کې ځای ومومي.

نوموړي هیله وښوده، چې سږ کال به د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د جنس مقابل کې جنس

په داسې حال کې چې ولسمشر له ترکمنستان نه له سفره راستون شوی وايي "له ترکمنستان سره موافقې ته رسېدلي یوو چې د برېښنا او اورګاډي پټلۍ په بدل کې به د افغانستان قېمتي ډبرې او نور صادرات ورکوو، له دې وروسته د نغدو پیسو پرځای د جنس په مقابل کې جنس ورکوو او په دوو کالو کې باید د افغانستان عادي بودیجه له خپلو عوایدو پوره کړو."

ولسمشر غني د سولې روانو هڅو ته په پام سره وویل، سوله حتمي ده، خو په وینا یې، سوله به هله راځي چې ''یو او بل ومنو او د افغانستان راتلونکي ته طرحه او برنامه ولرو."

ښاغلي غني یوځل بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې هر ځای ورسره ګوري، د سولې په تړاو خبرو ته ورته چمتو دی.

د افغانستان ولسمشر په ټینګار وویل، "افغانان به د افغانستان ولسمشر ټاکي، اسلام اباد، تهران او مسکو یې د انتخابولو حق نه لري. هغوی چې له ولس وېره لري، د موقت حکومت خبره کوي، مګر بهرنۍ او په بهر کې جوړې شوې طرحې په دې وطن کې ناکامېږي."

ولسمشر غني د سولې په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په پام کې ده، د فبرورۍ پر ۲۵مه قطر کې د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ د سولې او جوړجاړي خبرې بیا پیل شي.