ایف اې ټي ایف: پاکستان د ترهګرو ډلو خطرونه نه دي درک کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مالي اقدام کاري ډلې يا ایف. اي. ټي. ایف چې د ترهګرۍ د مالي سمبالښت پر وړاندې مبارزې لپاره جوړه شوې وايي، پاکستان له ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي لړ کې 'لږ پرمختګ ' کړی، خو په وینا یې دغه هېواد لا هم د القاعده او اسلامي دولت نومې ډلې له لوري احتمالي خطرونه نه دي درک کړي

.

ایف. اې. ټي. ایف له پاکستانه غوښتي چې سملاسي د دې ډلو پر ضد اقدامات وکړي. د تنظیم مسوولینو په وینا پاکستاني چارواکو د ترهګرۍ مالي مرستو مخنیوي پالیسۍ کې د بدلون تر څنګ یو شمېر مثبت ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې پاکستان لاهم د سخت دریځو ډلو له لوري متوجه خطرونه په بشپړه توګه نه دي درک کړي.

د تنظیم په اعلامیه کې د داعش تر څنګ د حقاني شبکې، القاعده، لشکر طیبه، جماعت الدعوۃ، جېش محمد او فلاح انسانیت فاونډېشن په نامه ډلو یادونه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي ایف. اې. ټي. ایف تنظیم پاکستان ته لس ماده يي کاري پلان ورکړی و، چې باید د ۲۰۱۹ کال تر جنورۍ پورې یې پلي کړی او دې لړ کې یې د پاکستان محدود پرمختګ له کبله له دغه هېواده غوښتي چې سملاسي اقدامات وکړي.

تنظیم په ټینګار سره له پاکستانه غوښتي په ځانګړې توګه هغه پلان عملي کړي چې د روان کال مې میاشت یې وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده. د ایف.

اې. ټي. ایف مسوولینو په وینا پاکستان ته ورکړل شوی پلان دا و چې پاکستاني چارواکي وښيي د ادارو تر منځ همغږي، له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي او تورو پېسو سپینولو مخنیوي کې کامیاب شوي دي او که نه. د تنظیم په وینا دوی به دې لړ کې له پاکستان سره همکاري ته دوام ورکړي.

پاکستان غواړي نوم یې د دغه تنظیم له (خړ) لیسته لرې کړل شي. داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد ښه حالت کې نه دی، د دغه لیست له کبله نړیوال بازار ته د رسېدو لړ کې د پاکستان حکومت له ستونزو سره مخ کېږي.

تېر کال جون میاشت کې پاکستاني چارواکي و نه توانېدل د دغه نړیوال تنظیم چارواکي له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي اقداماتو لړ کې ډاډ ورکړي او له همدې کبله د دغه هېواد نوم په خړ یا ګرې لیسټ کې شامل کړل شوی و.

د پاکستان لویدیځوال متحدین له تېرې څه مودې راهیسې په ټینګار سره له دغه هېواده غواړي چې ترهګرۍ سره مبارزه کې نور اقدامات وکړي او دغه فشار د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د تېرې اونۍ له ځانمرګي بریده وروسته نور هغه مهال ډېر شو، چې هند ایف.

اې. ټي. ایف تنظیم ته له ترهګرۍ سره د مرستو لړ کې د پاکستان ضد ثبوتونو ورکولو ژمنه وکړه.

د

ایف. اي. ټي. ایف څوک دي؟

فنانشل ایکشن ټاسک فورس یا د مالي اقدام کاري ډله ایف. اي. ټي. ایف یوه نړیواله بین الحکومتي اداره ده چې ۱۹۸۹ کال کې رامنځته شوه. د دغې ادارې بنسټیز هدف دا دی چې نړیوال اقتصاد له ترهګرۍ، تورو پیسو سپینولو او دغه راز نورو خطرونو پاک کړي.

دغه تنظیم ۳۵ غړي لري چې امریکا، برتانیا، چین او هند په کې شامل دي، خو پاکستان د دغه تنظیم غړیتوب نه لري.

د تنظیم وېبپاڼې له مخې دا یوه پالیسي چمتو کونکې اداره ده چې د سیاسي هوډ لپاره کار کوي. دغه اداره له درېیو کلونو وروسته د دې لپاره غونډه کوي چې وګوري وړاندیزونه یې تر کومه حده عملي شوي دي.