پاکستان پوځ خپل دوه افسران د جاسوسۍ په تور نیولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستاني پوځ ویاند منلې چې د دغه هېواد د پوځ له دوو لوړ پوړو افسرانو د جاسوسۍ تورونو لړ کې پوښتنې ګروېږنې کېږي. د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د ځايي رسنیو هغه رپوټونه تایید کړل چې د پوځ دوه لوړ پوړي افسران د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي

.

د پوځ ویاند وايي نیول شوي افسران د کومې ډلې یا شبکې غړي نه دي، بلکې دا یې فردي فعل دی.

د پوځي ویاند په خبره له یوې څېړنې وروسته معلومه شوه چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې ای ایس ای پخواني مشر ډګر جنرال اسد دراني له پوځي اخلاقي تګلارې سر غړونه کړې.

د نوموړي په خبره د اسد دراني اړیکي او کتاب لیکل له دغې تګلارې سر غړونه ده.

پوځي ویاند وايي، له اسد دراني د تقاعد په شمول ټول امتیازات اخېستل شوي دي، خو منصب ترې نه دی اخېستل شوی. ښاغلي غفور وویل دغه راز د اسد دراني نوم په هغه لېست کې شامل شوی دی، چې له مخې یې له هېواده بهر ته سفر نه شي کولای.

بل لور ته د پاکستان پوځ ویاند وايي د هند له لوري هر ډول احتمالي برید ته چمتو دي:

''موږ یو خپلواک هېواد یو او له ځانه د دفاع لپاره د هر ډول اقدام کولو حق لرو.''

د اصف غفور په خبره ''پاکستان مخکې ځینې تېروتنې کړې دي، خو اوس یې له هغو تېروتنو زده کړه کړې او راتلونکي کې به هېڅ تېروتنه تکرار نه کړي.''

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې له خونړي ځانمرګي برید وروسته حالت ته په اشارې سره د پاکستان پوځ ویاند وايي ''تل پاکستان کې د ځینو مهمو پېښو له رامنځته کېدو مخکې هند یا کشمیر کې دغسې پېښې کېږي.''

د نوموړي په وینا ''هندي چارواکي باید غور وکړي چې ولې کشمیریان له مرګه نه ډاریږي.'' هغه وايي د هند له لوري یې تورونو ته ځواب کې ځکه په ځنډ ورکړ چې په خبره یې دوی غوښتل له خپل لوري معلومات بشپړ کړي.

د ایران له لوري پر پاکستان د تورونو پوښتنې ته ځواب کې نوموړي وویل، ''ایران له هند سره نه شي پرتله کېدای، ځکه په خبره یې له هند سره یې تاریخ دی او ایران د پاکستان ورور هېواد دی.''

نوموړی وايي:

''مخکې زموږ ډېر پام له اففانستان سره پولې ته و او له همدې کبله مو ایران سره پولې ته ډېره توجه نه وه. له ایران سره موږ ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لرو او موږ هلته ځکه پوځ نه دی ځای پر ځای کړی، چې له هغه لوري کوم خطر سره مخامخ نه یو.''

نوموړی وايي، ایران او پاکستان پر پوله د اغزن تار پر لګولو خبرې کوي.