پاتریک شنهن: امریکا به له افغانستانه خپل سرتېري په خپل سر و نه باسي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هغه ټینګار وکړ چې د سرتېرو کمښت به له متحدینو سره په همغږۍ کې تر سره شي. په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران د غونډې پر دویمه او ورستۍ ورځ د نورو مسلو تر څنګ پر افغانستان هم وغږېدل.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو ته وینا کې د ناټو ټولنې عمومي منشي ین سټولټنبرګ وویل، ناټو متحدین افغانستان ته یو ځايي تللي وو او د دغه ماموریت د راتلونکي پرېکړه به هم په شریکه کوي.

''موږ به د راتلونکي لپاره خپل دریځ په شریکه ټاکو، په هغو شرایطو چې له افغانانو سره به شریک وي، دا د دې غونډله له لوري یو پیاوړی پیغام دی. ''

نوموړي زیاته کړه:

''د امریکا د هلو ځلو هدف هم د افغانستان د بیا پخلاینې بهیر کې مرسته کول دي. باید د افغانستان ګاونډیان یې ملاتړ وکړي. بالاخره به یې واک او مشري د افغانانو په لاس کې وي. باید چې دا د افغانانو د بیا پخلاینې پروسه وي. نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه ګاونډیان یې باید ملاتړ وکړي. ''

د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو پرون چارشنبه په بروکسل کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وايي امریکا او ناټو په هغو هڅو کې شریک دي چې د افغان سولې لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کوي.

نوموړي زیاته کړه ناټو به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او پرمختګ ته دوام ورکړي. په دې غونډه کې د افغانستان پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت هم خبرې وشوې.

د دې تر څنګ د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې د وسلو کنټرول، د دغې ټولنې پر روانو ماموریتونو، د اروپا دفاع او دغه راز د بوج پر وېش هم خبرې وشوې.

ناټو عمومي منشي په راتلونکې اپریل میاشت کې د دغې ټولنې له اویایمې کلیزې مخکې ټولنه په 'غوره حالت کې ' وبلله.