حامد کرزی او حنیف اتمر د مسکو ناسته کې ګډون کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنیت پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندید حنیف اتمر ویلي، د افغانان د خپلمنځي خبرو په نیت به د مسکو په راتلونکې ناسته کې له یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره یو ځای ګډون کوي. ویل کېږي چې دې ناستې ته د طالبانو استازي هم ور بلل شوي دي

.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی به د مسکو ناسته کې ګډون کوي او له هغو افغان سیاستوالو سره به هم ګوري چې یادې غونډې ته وربلل شوي.

ښاغلی مجاهد وایي، په دې ناسته کې به طالبان خپل دریځ بیانوي.

د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو کاندید حنیف اتمر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي ، د مسکو ناسته د ټول شموله بين الافغاني مذاکراتو په لاره کې مهم ګام بولي او هلته به د اسلامي جمهوري نظام، د اساسي قانون له ارزښتونو او لاسته راوړنو دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې ناسته کې به پر داسې خبرو ټینګار کوي چې افغان حکومت هم پکې برخه ولري، او پر حکومت یې هم غږ کړی چې باید د سولې خبرو ته له "تنګې حکومتي کړکۍ " ونه ګوري.

د مسکو د ناستې کره نېټه نه ده مالومه، خو ځینې رپوټونه وایي چې دا ناسته به د سه شنبې پر ورځ د فبرورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شي.

د افغانستان په ځایي رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه وایي، دې ناسته کې به پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او د عطا محمد نور، اسماعیل خان، حکمت کرزی او ځینې نور سیاسي مشران هم ګډون کوي.

له افغانستانه ور بلل شویو کسانو په یوې ګډې اعلامیې کې د غونډې جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې بین الافغاني خبرو ته د لارې هوارولو په هدف پکې برخه اخلي.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا ویلي چې د مسکو په ناسته کې ګډون نه کوي

بل لور ته په افغان حکومت کې د ننه یو شمېر چارواکو د مسکو په ناسته کې د یو شمېر سیاسي څېرو احتمالي ګډون غندلی دی. د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د خپګان ځای دی چې یو شمېر هغه کسان چې په افغانستان کې د نظام او واک د دیموکراتیک لېږد بنسټګر بلل کېږي، له اوسني حکومت سره د خپلو مخالفتونو له کبله له ټولو اصولو او ارښتونو نه تېرېږي او د نظام د نابودۍ پروا هم نه کوي.

همدا راز د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د پېښور په ګورنر هاوس کې پخوانۍ غونډې او د مسکو راتلونکې ناسته دا ثابتوي چې افغان سیاسي قشر کمزورې حافظه لري. نوموړي لیکلي، هغوی چې له تاریخه درس نه اخلي، یو ځل بیا به ناسم تاریخ تکراروي.

د مسکو په راتلونکې ناسته کې به د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم ګډون کوي، او تمه کېږي چې دوی به هلته له یو شمېر افغان سیاستوال سره مخامخ خبرې کوي.

په افغانستان کې د ننه یو شمېر کسان د دا ډول مخامخ خبرو ملاتړي دي او د سولې په بهیر کې یې یو ګټور ګام بولي، خو د اوسني حکومت پلویان پر دا ډول ناستو نیوکه کوي پر ګډونوالو تور لګوي چې د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.