ولسمشر ټرمپ: طالبان له جګړې ستومانه شوي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، دې ته چمتو دی چې په افغانستان کې به يو محدود شمېر امريکايي پوځیان وساتي. نوموړي له سي بي اېس تلویزیون سره مرکه کې ویلي، فکر کوي چې د طالبانو په ګډون په افغان جګړه کې ښکېلې ټولې خواوې له جنګه ستړې شوې دي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، په افغانستان کې به د امریکا استخباراتي شتون دوام ولري، خو دا امریکا باید نور هر هر کال ملیاردونه ډالره په نړۍ کې پر پوځي ماموریت ونه لګوي.
نوموړي ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې له دې "ناپایه جګړې " څخه امریکایي پوځیان را و ایستل شي او خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي ویلي:
"موږ له کابو ۱۹ کلونو راهیسې هلته یو. ښه جنګېږو، تر پخوا سخته جګړه کوو. فکر کوم دوی ستړي شوي. ټول ستړي شوي دي. موږ باید له دې ناپایه جګړو را ووځو او خپل پوځیان کور ته را ستانه کړو. خو دا په دې مانا هم نه ده چې هلته به استخباراتي ماموریت نه لرو. استخبارات به وي، او ژور نظر به پرې ساتو ".
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو اعتبار کېدلی شي، ولسمشر ټرمپ وویل چې فکر کوي د طالبانو په ګډون د افغانستان په جګړه کې ټولې خواوې ستړې شوې دي او د جګړې ختمېدل غواړي.
اوس مهال شاوخوا ۱۴زره امريکايي پوځیان په افغانستان کې ديره دي چې د افغان پوځ روزنې او سلا مشورې ترڅنګ د ترهګرۍ ضد عمليات هم کوي.
ولسمشر ټرمپ دا خبره په داسې حال کې کوي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي دیپلوماتانو یو پلاوی له تېرو څو میاشتو راهیسې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دی.
په قطر کې د دواړو لوریو تر وروستۍ ناستې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو سلا شوې، خو په بدل کې یې له طالبانو تظمین غوښتی چې د افغانستان پر خاوره به د امریکا مخالفو وسله والو ډلو ته ځای نه ورکوي او له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به هم اړیکي ختموي.
ولسمشر ټرمپ له سي بي اېس تلویزیون سره همدې مرکه کې د عراق او سوریې پر پوځي وضعیت هم غږېدلی او ټینګار یې کړی چې له دې هېوادونو به هم خپل پوځیان وباسي.
نوموړي ویلي، امریکایي پوځیان په عراق کې ډېرې لویې او مجهزې اډې. دوی به هلته استخباراتي ماموریت پر مخ وړي. که وضعیت خراب شو او اړتیا پېښه شوه نو دی چمتو دی چې امریایي پوځیان بېرته عراق او سوریې ته ولېږي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، امریکا له ځانه د نړۍ پولیس جوړ کړی او هر کال سلګونه ملیارده ډالره پر پوځي ماموریتونو لګوي.
نوموړي ویلي، امریکا باید د اسرائيلو ساتنه وکړي. خو په راتلونکو څو میاشتو کې به د امریکایي پوځیانو لویه برخه له عراق او سوریې نه ووځي.