ارمان لوڼی څوک و؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوچستان لورلايي یا بورۍ کې د پولیسو له خوا د نیول کېدو په وخت وژل شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ارمان لوڼی د همدې صوبې د زیارت ولسوالۍ د سنځاوۍ اوسېدونکی و.

د ارمان لوڼي نږدې ملګري وايي، د هغه اصل نوم ابراهیم لوڼی و او شاعر او لیکوال کېدو سره یې ارمان نوم ځان ته غوره کړی و.

ارمان لوڼی د افغان پڼې قام د لوڼي پښه پورې تړلی و

.

دی ۳۵ کلن و او پر ټولنیزو چارو سربېره یوه کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد هم و.

د اسلام اباد اوسېدونکی خورشید خان ور سره له ماشومتوب ملګری و.

له بي بي سي سره خبرو کې خورشید وویل، چې ارمان لومړنۍ زدکړې خپله سیمه کې کړې وې او د شاعرۍ ترڅنګ د لېبرال یا ازادخیال سیاست فعال هم و.

دی وايي ارمان لوڼي د ښوونځي پر مهال د سیاسي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غونډو کې نورو ته د ګډون بلنې ور کولې.

له ارمان یوه مېرمن، دوه کوچنۍ لوڼه او یو زوی پاتې شو، هغه تر یوې خور او یوه ورور مشر و.

زدکړې او دنده

د بلوچستان د اسمبلۍ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي نصرالله خان زیری هم له کلونو راهیسې ارمان لوڼی پېژني.

نصرالله خان وايي، ارمان تر لیسانس وروسته د ماسټرۍ لپاره د بلوچستان پوهنتون پښتو ادبیاتو څانګه غوره کړه.

نوموړي له ماسټرۍ وروسته د عامه خدمتونو کمېسون ته تر ازموینې وروسته د پوهاند یا پروفیسر په رتبه دنده ترلاسه کړه.

هغه اول د کوټې ډګري کالج کې استاد و، خو وروسته یې دنده قلعه سیف الله ته بدله کړه چې له خپلې کورنۍ او خور وړانګې سره یو ځای و اوسي.

د سرکاري دندې له امله هغه سیاسي جلسو کې ګډون نه کاوه، خو کله یې چې خور وړانګه سیاست ته ووتله نو ده یې هم پوره ملاتړ کاوه.

ارمان خپله جلسو کې د یوه کارمن او اورېدونکي په توګه ګډون کاوه، خو وړانګې پر دریځ وینا هم کوله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشر علي وزیر وايي، ارمان لوڼی د دې غورځنګ مهم مشر او د مرکزي کمېټې غړی و.

د هغه په خبره، د غورځنګ له پیله ارمان لوڼی له دوی سره و او بلوچستان کې یې هم د دې غورځنګ د بنسټګرو مشرانو له ډلې و.

له تېر یو کال راهیسې چې ارمان کراچۍ ته لاړ هلته یې هم د غورځنګ غونډو کې ګډون کاوه.

د کراچۍ اوسنۍ مظاهره کې نیول شوی و، خو له خوشي کېدو وروسته بیا د غورځنګ سره ملګری شو.

غبرګون او غیبي جنازې

د ارمان لوڼي وژنې ته پراخ غبرګون ښودل شوی دی، د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د نوموړي غیبي جنازه وشوه.

دغو لمونځ کوونکو ارمان لوڼی د پښتون قام شهید وباله او د هغه وژونکو ته یې د سزا غوښتنه وکړه.

له ننګرهار وروسته په کونړ کې هم ورته جنازه وشوه.

په خواله رسنیو کې دا اعلان هم شوی چې د افغانستان وخت درې نیمې بجې د پکتیا مرکز ګردېز کې هم د ارمان جنازه کېږي او خوست، پکتیکا کابل او نورو ولایتونو کې هم ورته پلان شته.

د ارمان لوڼي د وژلو غبرګون کې په کراچۍ او خوست کې مظاهرې هم شوې دي.

خواله رسنیو کې هم د ارمان لوڼي انځورونه او خبرې لاس په لاس کېږي او شعورنه هم ورته لیکل شوي دي.

د پښتو ژبې مخکښ لیکوال او شاعر استاد عبدالغفور لېوال ورته ازاد شعر لیکلی.

لیکوال او ټولنیز فعال سعید زابلي هم د ارمان لوڼي د جنازې کټ سره د وړانګې لوڼۍ انځور ته شعر لیکلی:

ستوری شهید شوی و سپوږمۍ ورته ولاړه وه!

پروت و یو زلمی، یوه خورکۍ ورته ولاړه وه!

د پښتونخوا یوه شاعر بصیر بنګش هم فیسبوک کې یو اوږد شعر ورته لیکلی او بیا یې بل ځای یوازې یو بند لیکلی:

چې غږ پورته کوی نه شې زما غافل اولسه

پر خپلو اوږو پورته کړه ارمان جنازه اوس

د لوڼي جنازه

ټاکلې وه د ارمان جنازه درې بجې قلعه سیف الله کې وشي، خو له نورو سیمو په ورتلونکو خلکو د امنیتي ځواکونو د بندیز له امله دا جنازه اوس پنځه بجې کېږي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو له ژوب سره مختلفو سیمو کې لارې تړلې دي او ان قامي اسمبلۍ کې د سوېلي او شمالي وزیرستان غړي محسن دوړ او علي وزیر هم په پښو روان دي چې ځانونه جنازې ته ورسوي.

دوی چې پوخ سړک پرې تړل شوی هڅه کوي خامه سړک د لارې ځان جنازې ته ورسوي.