زلمی خلیل‌زاد: د سولې د موافقې په اساسي شرطونو کې مهم پرمختګ شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړي استازي نن له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه څرګندونې کړې دي.

زلمي خلیل‌زاد یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې پرمختګونه شوي دي، زلمي خلیل‌زاد پر ټویټر لیکلي دي چې هغه وخت رارسېدلی دی چې افغانان خپل زاړه زخمونه پتري کړي، خو په ورته وخت کې ده لیکلي دي چې هلته ډېر لوبغاړي شته، ډېر موضوعات شته او ډېرې متحرکې برخې شته

.

د دې سربېره ښاغلی خلیل‌زاد څرګندوي چې موږ په ګډه په سمه لار روان یو او خبرې په ښه لور درومي

 

د راپورونو له مخې تمه ده چې څه باندې درې اوونۍ وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې زلمی خلیل‌زاد د شپږم ځل لپاره د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.

ده نن وویل چې تر اوسه په دوو مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، له ترورېزم سره د جګړې په برخه کې او د بهرنیو پوځیانو د وتلو په برخه کې.

 

خلیل‌زاد: د سولې موافقې په اساسي شرطونو کې مهم پرمختګ شوی

 

د طالبانو د قطر د دفتر یوه استازي پرون په یوه اډیویي پیغام کې چې اسوشیټېډ پرس اژانس ته‌یې استولی و، وویل چې له امریکا سره به یو ګډ تخنیکي ټیم جوړ کړي، څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروګرام چمتو کړي او همداراز به دا ټیم پرې نه‌ږدي چې افغانستان بیا د القاعده په څېر د نړیوالو ترهګرو په خوندي پناه‌ځای بدل شي.

د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو وروستۍ غونډه تېره اوونۍ دوشنبې پیل شوې وه او د شنبې تر ورځې یې دوام وکړ، خلیل‌زاد د دې اوږدې غونډې په اړه نن په ټویټر کې ولیکل چې د افغانستان ۴۰ کلنه زړه جګړه په یوې غونډې کې نه‌شي حل کېدای حتی که دا غونډې نږدې یوه اوونۍ وي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون په کابل کې د ځوانانو او سولې په ملي کنفرانس کې وویل چې زموږ هدف دا دی چې پایداره سوله وشي، خو تریخ حقیقت دا دی چې نړیوالو تجربو ښودلې ده چې پنځوس په سلو کې د سولې تړونونه په سخت جنګ بدل شوي او دلیل‌یې په سوله کې عجله ده.

زلمي خلیل‌زاد بیا نن دا خبره په دې ډول وکړه چې د سولې په لور لار تل مستقیمه نه‌تېرېږي، په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او ټولې حساسې خبرې په عام ډول نه‌شي ویل کېدای او د ده په وینا ځیني کسان چې شک لري په خپل قضاوت کې عجله کوي او وایي چې موږ موافقې ته رسېدلي یو، خو لا هم د سولې په برخه کې کار ته اړتیا شته او مهم کارونه د افغانانو ترمنځ خبرې او اوربند دی.