خلیلزاد: افغانان باید زاړه ټپونه وګنډي او نوی یون پیل کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، موږ د سولې خبرو لړ کې پر سمه لار روان یو. ښاغلی خلیلزاد په یو شمېر پرلپسې ټویټر پیغامونو کې ویلي، 'سولې ته غځېدلې لار تل هواره او نېغه نه وي. ' نوموړي لیکلي، ''افغانستان کې حالت پیچلی دی او د نورو ټولو حساسو خبرو په څېر هر څه په عام محضر کې نه ویل کېږي

. '

ښاغلي خلیلزاد لیکلي:

"څو شېبې راکړئ چې تشریح یې کړم چې موږ کوم ځای ته رسېدلي یو. موږ دوو مهمو موضوعاتو کې پرمختګ کړی، چې یوه له ترهګرۍ سره مبازره ده او بله هم د پوځونو ایستلو موضوع ده، خو د دې مانا دا نه ده، چې زموږ کار پای ته ورسېد، مانا یې دا هم نه ده، چې ګواکې دغه موضوعات حل شوي دي".

د ښاغلي خلیلزاد په خبره ''دې لړ کې لا هم کار پاتې دی او دغه راز د بین الافعاني خبرو او بشپړ اوربند په څېر نورې مهمې چارې دي، چې باید کار پرې وشي. هغه زیاتوي د لومړیو پراخو هلو ځلو له لومړۍ برخې سره هممهاله د قضاوتونو په انداز ګوماني خبرې پیل شوې، داسې لکه موږ چې وروستۍ هوکړې ته رسېدلي یو، حال دا چې فیل په یوه ګوله کې نه شي خوړل کېدای او دغه راز څلوېښت کلنه جګړه په یوه غونډه کې، که څه هم اونۍ اوږدوالی لري، پای ته نه رسېږي. ''

ښاغلی خلیلزاد وايي ''اوس د افغانانو وار دی، چې زاړه ټپونه وګنډي او د خپل هېواد لپاره یو نوی یون پیل کړی. د هغه په وینا مسایل ډېر دي، خوځښتونه هم ډېر دي او دغه راز لوبغاړي هم ډېر، خو موږ ټول پر سمه لاره روان یو او هغسې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، خبرې ښې روانې دي. ''

د یادونې ده چې له دې مخکې پرون چارشنبه د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ورته توګه د ټویټر له لارې وویل، په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې ښې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، 'که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده، خو په وینا یې افغانان په دې نه ختمېدونکې جګړې کې د سولې غوښتنه لري. '

د هغه په خبره 'موږ به ژر ووینو، چې خبرې کامیابېږي که نه؟ '

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره اونۍ قطر کې له طالب استازو سره له یوې اونۍ اوږدو خبرو وروسته وویل، په قطر کې د دوی او طالب استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي او پکې مهم پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، او د وروستۍ هوکړې لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي‌ او اوربند اعلان شي.

زلمي خلیلزاد له هغه وروسته تر یوې اونۍ پورې کابل کې له افغان چارواکو، سیاستوالو سره په خبرو بوخت و.

نوموړي له هغه وروسته ویلي و، سوله قرباني غواړي خو په ورته مهال یې نیوکه کړې وه چې "د طالبانو مخالف لوری " د سولې په برخه کې همغږي نه لري، چې د شنونکو په اند اشاره یې افغان حکومت ته وه.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدا پرون چارشنبه کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس کې د خبرو پر مهال پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې بیړه ونه کړي او دې برخه کې باید د ټولو افغانانو نظرونه وپوښتل شي.

ښاغلي غني وویل، تجربو ښودلې چې د سولې سم نیمایي تړونونه د بیړې له امله جګړه لا توده کړې ده. ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستان تور ولګاوه چې د افغان سولې برخه کې صادقانه هلې ځلې نه کوي.