طالبان: یوه میاشت کې داعش له افغانستانه ختمولی شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان طالبان وايي، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اسلامي دولت ډله یا داعش لوی خطر نه شي ثابتیدی، بلکې د سولې هوکړې په صورت کې به دوی یوه میاشت کې داعش ډله له افغانستانه ورکه کړي.

د طالبانو قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي اردو څانګې سره ټیلیفوني خبرو کې تور پورې کړ، چې امریکا او افغان حکومت د داعش ډلې ملاتړ کوي.

د نوموړي په وینا، دا خبره پخپله د افغان پارلمان ځینو غړو څو ځله رسنیو ته کړې ده

.

سهیل شاهین وايي:

''داعش هېڅکله په افغانستان کې لوی قوت نه و، موږ دا وروستیو کې د افغانستان له شماله د دوی په ورکولو بوخت وو، خو امریکا او افغان حکومت دوی نورو سیمو ته ولېږدول او یو ځل بیا یې راژوندي کړل ''

نوموړی وايي، که دوی په افغانستان کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره په جګړه بوخت نه اوسي، یوه میاشت کې به داعش ډله له افغانستانه ورکه کړي.

له امریکايي استازو سره د وروستیو خبرو په تړاو ښاغلی شاهین وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د کوم بل هېواد پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمالېدو خبرې شوې او اصولاً دواړو لوریو تر منځ پر دې موضوع هوکړه شوې.

نوموړی وايي، دوه کاري ډلې جوړې شوې، چې راتلونکو ورځو کې به په دې اړه پرمختګ څاري او خبرې به کوي.

"موږ افغانستان کې سوله غواړو، داسې سوله چې له هېڅ لوري پرې شکونه و نه شي. موږ نه غواړو افغانستان کې د نویمو کلونو پېښې تکرار شي، چې د کورنیو جګړو له کبله لوی زیانونه اوښتي وو"

له افغان حکومت سره د خبرو موضوع په اړه نوموړی وویل، طالبان فکر کوي، چې افغان شخړه داخلي او بهرني دوه اړخونه لري:

''موږ له امریکا سره خبرې کوو او کله چې دغه خبرې کامیاب شي، له افغان حکومت سره خبرې کېدای شي، خو د اوس لپاره موږ افغان اداره د یوه لوري په حیث نه ده منلې. ''

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی شاهین وايي، دوی ځان له افغانانو بیل نه دی ساتلی، بلکې په وینا یې راتلونکې میاشت کې به مسکو ناسته کې بیا له افغان استازو سره وویني، خو هغه کسان به په بشپړ ډول د افغان حکومت برخه نه وي.

د هغه په خبره د اوس لپاره له افغان حکومت سره په واک کې د شراکت په تړاو هېڅ خبرې نه دي شوې، خو د طالبانو هیله دا ده چې افغانستان کې یو پیاوړی حکومت رامنځته شي، چې له کبله یې سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.

هغه وايي، افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت رامنځته کولو پر موضوع له افغان مشرانو سره سلا مشورې کوي.