مایک پومپیو: 'له افغانستانه د پوځیانو ایستلو ته جدي یو'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو قطر کې له طالب استازو سره د زلمي خلیلزاد تر کتنې وروسته ویلي، امریکا د افغان سولې جدي ملاتړ کوي او خپل هېواد ته د ځواکونو ایستلو ته جدي ده.

ښاغلي پومپیو پر ټویټر لیکلي: "امریکا د افغانستان د سولې او له دې هېواده د ځواکونو ایستلو په اړه جدي ده، چې دا هېواد یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو ځاله ونه ګرځي."

نوموړی وايي، له افغان حکومت او ټولو اړوندو غاړو سره په ګډه د یوه با ثباته، خپلواک او هوسا افغانستان لپاره کار کوي

.

دغه امریکايي وزیر دا هم ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د جوړجاړي په اړه مهم پرمختګ شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړاندې ویلي وو، په قطر کې د دوی او طالب استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي او پکې مهم پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، او د وروستۍ هوکړې لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي‌ او اوربند اعلان شي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې ویلي، د دوحې شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې او په ځینو برخو کې پرمختګ شوی.

نوموړی وایي، د پاتې موضوعاتو په اړه به د خبرو لپاره په راتلونکي کې یوه بله ورته ناسته جوړېږي.

د طالبانو ویاند ویلي، له افغان حکومت سره د دوی د مخامخ خبرو او د اوربند په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم دي.

تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس د طالبانو سرچینو له قوله لیکلي وو چې د دوحې په خبرو کې هوکړه شوې چې امریکایي‌ځواکونه به د اتلسو میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي.

خو د خلیلزاد له څرګندونو ښکاري چې داسې کومه هوکړه نه ده شوې.