پاکستان مزار شریف کې خپله کونسلګري وتړله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې خپله کونسلګري وروسته له هغه تړلې چې یوې مېرمنې هڅه وکړه چې خپل لاسي بکس کې یو لاسي بم قونسلګرۍ ته د ننه یوسي، خو له داسې کولو مخکې امنیتي کسانو ونیوله

.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا نجلۍ د افغان امنیتي ځواکونو په بند کې ده او پلټنې ورنه روانې دي. په اعلامیه کې غوښتنه شوې ده چې د پلټنو پایلې دې له پاکستاني لوري سره شریکې شي.

اعلامیه کې همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو پر وزارت غږ شوی چې باید د پاکستان کونسګرۍ بشپړ امنیت ټینګ کړي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بي بي سي ته وویل، دغه ۱۷ کلنه نجلۍ د ویزې ترلاسه کولو لپاره د پاکستان کونسلګرۍ ته ورغلې وه، او د تلاشۍ پر وخت یې په لاسي بکس کې یو لاسي بم موندل شوی.

د نوموړي په وینا، له دې نجلۍ پلټنې روانې دي او د اوس لپاره د پولیسو په بند کې ده. ښاغلی فرهاد وایي، تر هغې چې پلټنې بشپړې شوې نه وي دوی قضاوت نشي کولی چې ایا نجلۍ د برید نیت درلود او که نه.

بله خوا د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل بي بي سي ته ویلي، له دې نجۍ سره دوه نورې ښځې هم وې او دوی درې واړه د پولیسو لخوا نیول شوې دي.

پاکستان په کابل کې د خپل سفارت سربېره د افغانستان په مزار شریف، کندهار، هرات او جلال اباد ښارونو کې کونسلګرۍ لري.

همدا تېر کال پاکستان په جلال اباد ښار کې هم خپله کونسلګري له دې کبله تړلې وه چې، د دوی په وینا، د ننګرهار والي د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي، او د کونسلګرۍ امنیت هم مناسب نه دی.

هغه مهال هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې وه چې د ننګرهار والي باید د پاکستانۍ کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه ونکړي.

په ۲۰۱۸ کال کې په جلال اباد کې د پاکستانۍ کونسګلرۍ یو کار کوونکی په ډزو وژل شوی و، او دوه نور کار کوونکو یې هغه مهال وتښتول شول چې د سړک له لارې یې پاکستان ته سفر کاوه.

په بلخ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي بي بي سي ته وویل، د کونسلګریو د امنیت په اړه یې د پاکستاني سفارت اندېښنې له افغان امنیتي چارواکو سره شریکې کړې دي.

د پاکستان کونسلګري د مزار شریف ښار په څلورمه امنیتي ناحیه کې ده. ویل کېږي چې د شمال زون له ۹ ولایتونو څخه هره ورځ کابو ۵۰۰ دې کونسلګرۍ ته د ویزې اخیستو لپاره ورځي.