افغانستان اول ځل شوکاڼی بهر ته صادر کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره بشپړ پروسس شوی شوکاڼی یا (تالک) اردن ته ولېږداوه.

شوکاڼی هغه ګرانبیه ډبره ده چې په شااوخوا ۷۰ صنعتونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

تر دې وړاندې د ځینو نړیوالو بنسټونو اندیښنه دا وه چې د دغه منرال ګټه تر ډېره د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته رسیږي

.

خو افغان چارواکي وایي اوس یې د دغه منرال د کېندنې او پروسس برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ادعا کوي چې د شوکاڼي د ناقانونه کېندنې او قاچاق مخه یې تر ډېره نيولې ده.

د دغه وزارت چارواکي وایي دا مهال افغانستان کې د شوکاڼي د کېندنې او پروسس ۳۲ وړې او لویې خصوصي کمپنۍ فعالیت کوي.

اوس - اوس د لومړي ځل لپاره یوې کمپنۍ ۷۶ ټنه بشپړ پروسس شوي تالک اردن ته صادر کړل.

د شوکاڼي صادرات زیاتول

 

د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر متفي بي بي سي ته وویل، هڅه یې دا ده چې دې برخه کې د بهرنۍ پانګونې په جلبولو د شوکاڼي صادرات پراخ کړي.

"د شوکاڼي لپاره زمونږ پالیسي ډېره واضحه ده، اوس زمونږ پروژې په اعلان کې دي چې ور سره به نړۍ ته د پروسس شویو تالکو صادرات ډېر کړ، لکه څنګه مو چې د لومړي ځل لپاره اردن ته پروسس شوي تالک صادر کړل، دا بهیر به همداسې دوام ولري، زموږ عمده موخه دا ده چې عواید لوړ او کاري زمینې برابرې کړو".

تر دې وړاندې د ګلوبل ویټنس په نوم یوه نړیوال څيړنیز بنسټ په یوه راپور کې ویلي و چې د افغانستان له شوکاڼي په کال کې طالبان شاوخوا څلور میلیونه ډالره او داعش سلګونه زره ډالره عاید لري.

د دغه راپور تر خپریدو وروسته افغان حکومت د دغه منرال د ناقانونه کېندنې مخنیوي ته مټې بډوهلې او اوس داسې ښکاري چې د دغه کانونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلي.

د افغانستان شوکاڼی چې تر ډېره د ماشومانو د پوډرو او شاوخوا ۷۰ نورو صنعتونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي، د نړۍ په بازارونو کې ډېر مینه وال لري.

ننګرهار، پروان، کندهار، کابل او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د تالک یا شوکاڼي کانونه پکې کشف شوي دي.

بهر کې د افغان شوکاڼي کمپنۍ

د شوکاڼي د پروسس یوه افغان کمپنۍ وایي چې په برتانیا، جرمني، چین، هند، ترکې او یو شمیر نورو هېوادونو کې یې د شوکاڼي د خرڅلاو څانګې جوړې کړې دي.

د دغې کمپنۍ اجرائیه مشر عابدالله عربزی وایي، افغان شوکاڼي د نړۍ بازارونو کې ځای موندلی دی.

"تالک داسې منرال دی چې له اویا زیاتو صنعتونو کې ترې کار اخیستل کیږي، د بیلګې په ډول خوراکي توکو، ژاولو، دارو درملو، د کمپیوټر سکرینونو، د موټر سویچ بورډونو، په رنګ او چاکلیتو کې، ډېره اړتیا ورته هغه هېوادونه لري چې صنعت یې پرمخ تللی دی، اروپا له مونږه شوکاڼی اخلي او دغه راز امریکا، جاپان، اندونیزیا او مالیزیا".

د افغانستان د کانونو ارزښت

افغانستان کې د شوکاڼي په ګډون د ټولو کانونو ارزښت درې تریلیون ډالر اټکل شوی دی.

خو د دغه هیواد کې د څو لسیزو جګړو د کانونو سکتور هم زیانمن کړی او ډېر پرمختګ پکې نه دی شوی.

د افغانستان ډېر کانونه په ناامنه سیمو کې پراته دي چې کیندونکي یې د حکومت وسله والو مخالفانو ته باج ورکوي.

حکومت دغه کانونه د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې یوازنۍ لاره بولي او ډاډ ورکوي چې قانوني کولو ته یې هڅې پېل شوي دي.