ټرمپ افغانستان ته د نانسي پلوسي د تګ مخه ونیوله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې مهال چې د امریکا د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي او د کانګرېس څو غړي افغانستان او بلجیم ته د تګ لپاره الوتکه کې سپرېدل ولسمشر ټرمپ یې مخه ونیوله.

که څه هم ټرمپ ویلي دا کار یې ځکه کړی چې فدرالي حکومت ځنډېدلی او مېرمن پلوسي باید پوځي الوتکه کې سفر ونه کړي.

خو واشنګتن کې ټول په دې باور دي چې ولسمشر له پلوسي د غچ اخیستو لپاره دا کار کړی دی

.

ځکه د چارشنبې په ورځ نانسي پلوسي په یوه لیک کې له ټرمپ غوښتي و چې پارلمان ته د کلنۍ وینا لپاره ور نه شي او لامل یې هم د نوموړي امنیت بللی و.

ښاغلي ټرمپ خپل لیک کې ویلي: "باوري یم چې د دې سفر ځنډولو سره به تاسو هم موافق یاست. زما په اند غوره ده چې د دولت د ځنډېدو ورځو کې تاسو واشنګټن کې اوسئ او له ما سره د سرحد پر امنیت خوندي کولو او دولت پیلولو خبرې وکړئ".

خو ټرمپ دا هم زیاته کړې "که د دودیزې سپرلۍ الوتکه کې ځئ نو بیا بشپړ واک لرئ".

افغانستان ته سفر

د فاکس نیوز تلوېزون رپوټ وايي، چې ښاغلي ټرمپ په داسې مهال د دې سفر لغوه کولو امر وکړ چې په نیمه ګړۍ کې الوتکه پورته کېدله.

د کانګرېس دا پلاوی د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن برسلز او بیا قاهرې ته تلو او له هغه ځای افغانستان ته روانېده.

په همدې وجه په ډونلډ ټرمپ نیوکه کېږي چې ولې یې جنګي سیمې افغانستان ته د مېرمن پلوسي سفر ښکاره کړ.

د دوی په باور مېرمن پلوسي له ټرمپ او د هغه له مرستیال مایک پېنس وروسته ډېر واک لري او افغانستان ته یې سفر باید ډېرو امنیتي تدابیرو کې وي.

د ډونلډ ټرمپ د لیک تر خپرېدو مخکې د نانسي پلوسي د سفر په هکله هم څوک نه پوهېدل، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ټوېټر کې د دې لیک خپرولو سره افغانستان ته د پلوسي سفر هم ښکاره کړ.

سپینه ماڼۍ وايي، ډونلډ ټرمپ چې د ټولو ځواکونو د قومندانۍ مشر هم دی، ځکه یې دا سفر لغوه کړه چې مېرمن پلوسي پوځي الوتکه کې تلله.

په ورته مهال ولسي جرګه کې د ډیموکراټانو یو مشر سټنلي هویرز د ډونلډ ټرمپ دا ګام ټیټ بولي او زیاتوي د ولسمشر حیثیت ور سره ټیټېږي.

ویل کېږي مېرمن پلوسي او د دې سفر ځینې ملګري ور سره ځانګړي موټر کې هوايي ډګر ته روان چې سفر یې وځنډول شو.

پارلمان ته د ټرمپ د نه تلو غوښتنه

د ډونلډ ټرمپ دا لیک ۲۴ ګړۍ له هغه وروسته دی چې پارلمان کې د نوموړي ټرمپ د کلنۍ وینا د نه کولو په هکله د نانسي پلوسي لیک د امریکايي رسنیو د خبرونو سرټکی و.

د امریکا د ولسي جرګې ډیموکراټې مشرې نانسي پلوسي سپینې ماڼۍ ته لیک استولو سره له ولسمشر وغوښتل چې د حکومت د رخصتیو د دوام او د کلنۍ وینا د امنیت خوندیتوب په سر د ستونزو له امله کانګرېس ته ور نه شي او لیکلې وینا ور واستوي.

مېرمن پلوسي وړاندیز کړی چې ښاغلی ټرمپ له خپل کاري دفتر تلوېزونونو ته کلنۍ وینا وکړي.

د نوموړې دا خبره ملنډه بلل کېږي او دا کنایه وړاندې کوي چې ډونلد ټرمپ ډېر دا غواړي چې د رسنیو سرټکی وي.

ډونلډ ټرمپ هم نانسي پلوسي ته په پروني لیک او په وروستیو شېبو کې یې سفر لغوه کولو سره پېغرتی(پېغور ډوله) ځواب ور کوي او خپل لیک کې دا سفر تبلیغاتي او د عامه اړیکو لپاره بولي.

د امریکا د ولسمشر او ولسي جرګې د مشرې ترمنځ دا دوه پېغرتي لیکونه په داسې مهال دي چې د امریکا فدرالي حکومت له ۲۷ ورځو راهیسې ځنډېدلی او لا هم داسې نښه نشته چې وښيي دواړه لوري د بودیجې پر مسوده کومې هوکړې ته رسېږي.

د بودیجې جنجال

ولسمشر ټرمپ په ټینګار سره له پارلمان غواړي چې د دغه دېوال لپاره پنځه میلیارد او اوه سوه میلوین ډالر ورته منظور کړي او زیاتوي هیڅ داسې مسوده یا لایحه به لاسلیک نه کړي چې دې غوښتنې ته پکې پام نه وي شوی .

په مقابل کې ډیموکراټان- چې اوس ولسي جرګه کې اکثریت دي- دا دېوال بې ضرورته او د امریکايي ارزښتونو خلاف بولي.

دوی دا هم وايي، چې کار ته د نږدې اتو لکو کارمنانو د ستنولو لپاره د بودیجې نورو مادو تصویبولو ته حاضر دي او له هغه وروسته به له جمهوریپالو سره د کورني امنیت او پوله ساتنې پر بودیجه خبرې وکړي.

خو ډونلډ ټرمپ د ډیموکراټانو دا نظر نه مني او له امله یې څلورمه اونۍ ده چې فدرالي حکومت رخصت دی.