امرالله صالح به د ولسمشر غني‌ لومړی مرستیال وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ارګ کې بي بي سي ته ځینې سرچینو منلې چې د افغانستان کورنیو چارو سرپرست امرالله صالح به راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال وي. سرورس دانش به راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني دویم مرستیال وي.

څو ورځې مخکې ارګ کې ځینې سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې ولسمشر خپله ډله بشپړه کړې ده

.

دې سرچینې د جمعې په ورځ د بي بي سي خبریال اسد لودین ته وویل، چې ولسمشر غني ممکن د نوملیکنې لپاره راتلونکې شنبه یا یکشنبه د انتخاباتو کمېسون ته لاړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، چې شنبه او یکشنبه د ولسمشرۍ نوماندان خپل نومونه ثبتولی شي او له هغه وروسته د دوی د ثبتونې نېټه نه غځېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شي.

د جنورۍ په پنځلسمه ارګ کې همدې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر به دا ځل پر لومړي او دویم مرستیال سربېره خپل ټاکنډله کې د یوه بل قوم په استازۍ هم یو کس ولري.

د دې سرچینې په خبره، د روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل به د ازبک توکمو په استازۍ د ولسمشر غني ډله کې وي.

دا سرچینه وايي، چې ولسمشر به ټاکنو کې تر بریا وروسته د اجرایه ریاست پوسټ له منځه وړي او ریاستي نظام سره به چارې اداره کوي.

بل لورته د ولسمشر غني یو بل ټاکنیز سیال حنیف اتمر نن جمعه وویل، که د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو نو حکومتي نظام کې به د صدارت څوکۍ رامنځته کوي او درېیم مرستیال به هم ولري.

نوموړي هغه ګنګوسې رد کړې چې دوی ګواکې حکومتي نظام په بشپړه توګه بدلول غواړي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر په منځګړتوب ولسمشر غني عبدالله عبدالله لپاره خپل حکومت کې اجرایه رایست رامنځ ته کړ.

هغه مهال جنرال دوستم د ازبک توکمو په استازۍ له ولسمشر غني سره لومړی مرستیال و.

جنرال دوستم تېره میاشت د خپل توکم د مشرانو غونډه کې غوښتنه وکړه چې راتلوکو ټاکنو کې له یوې ډلې سره پر یوه مناسب کس سلا شي.