حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی سفیر ډاکټر حمدالله محب د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ټاکل شوی دی. ارګ وایي، د دې لپاره چې د کورنیو چارو وزارت چارې ټکنۍ نشي، د نوي وزیر تر ټاکلو کېدو به ښاغلی محب سرپرست وي

.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري او د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د سرپرست په توګه د ښاغلي محب ټاکنه تائید کړه.

د یکشنبې پر ماښام ولسمشر محمد اشرف غني هم د کورنیو چارو وزارت ته تللی و او د ورازت چارواکو ته یې ډاډ ورکړ چې د اصلاحاتو بهیر به دوام کوي.

نوموړي همدې ناسته کې حمدالله محب هم د نوي سرپرست وزیر په توګه معرفي کړ.

یاده دې وي چې تر دې وړانډې هم د کورنیو چارو وزارت یو بل سرپرست امرالله صالح لخوا پر مخ بېول کېده. خو ښاغلی صالح د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته له دې دندې استعفا وکړه.

 

کابو یوه میاشت وړاندې ولسمشر غني په امنیتي سکتور کې د ځینو بدلونونو له مخې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له دندې لېرې کړی و.

حمد الله محب ولسمشر غني ته د نژدې او وفاداره کسانو په ډله کې حسابېږي. نوموړي د ملي وحدت د حکومت په لومړیو ورځو کې د ولسمشر د دفتر رئيس او د ولسمشر د ویاند په توګه هم دندې ترسره کړي.

نوموړی د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په ورځو کې د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې یو مخکښ غړی هم و.

له هغه وروسته ولسمشر غني حمد الله محب په واشنګټن کې د افغانستان د دایمي سفیر په توګه وټاکه. ښاغلی محب په واشنګټن کې تر څو کلن ماموریت وروسته څو میاشتې وړانډې هېواد ته راستون شو.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د استعفا وروسته حمد الله محب پر دې څوکۍ وګومارل شو، چې تر اوسه یې پر مخ وړي.

ښاغلی محب د افغانستان د ځوانو سیاستوالو یا تکنوکراتانو په ډله کې پېژندل شوې څېره ده.

نوموړي د انګلستان له برونل پوهنتون په "تري ډي تکنالوژۍ " کې دوکتورا اخیستې، او تر حکومتي دندو وړاندې یې د کابل په امریکایي پوهنتون کې هم کار کړی.