"کابل کې ۱۵سوه جنایتکاران چې ۲۰ بانفوذه کسان یې ملاتړ کوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوه مهم افغان امنیتي چارواکي له نوم پرته بي بي سي او څو افغان رسنیو ته وویل، چې کابل ښار کې په جنايي جرمونو تورن ۱۵ سوه کسان پېژندل شوي دي.

د دې سرچینې په خبره، ۲۰ "معزز" کسان د دې ۱۵ سوو تورنو ملاتړ کوي:

"ځینې دا معزز کسان هم دولتي او نادولتي ملاتړ لري".

د سرچینې په خبره، د امنیتي ادارو ارزونې ښيي چې دا ۱۵ سوه کسان ۲۸ اته ویشت زره میله ناقانونه وسلې لري چې ښار کې پرې جنایي جرمونه، غلاوې، اختطاف، قتلونه او... ترسره کوي او باج اخلي.

یو لک عایدي مجرمان

دا امنیتي سرچینه دا کسان په دوو برخو وېشي او وايي.

دې ۱۵ سوه کسانو کې سم نیمایي یې داسي دي چې میاشتنی عاید یې له شل زره ډالرو نیولې تر یو لک ډالرو پورې رسیږي.

د سرچینې په خبره، د نیمایي نورو عواید یې بیا د میاشتې یو نیم زره ډالره شاوخوا کیږي.

سرچینه زیاتو ي دوی د همدې ۱۵ سوه کسانو د نیولو او د وسلو د ټولولو لړۍ پيل کړې او دا بهیر به روان وي.

دغه چارواکي دا هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د خراساني په نوم د یو وسلوال د نیولو هڅه کوي.

د دې سرچینې په خبره، خراساني دومره زورور و چې د ولسي جرګې له یوه غړي یې هم یې باج اخیست او یو ځل دې وکیل په دې اړه امنیتي ځواکونو ته ته شکایت هم کړی دي.

په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت په تېرو څو ورځو کې دوه ځله د هغو کسانو لېست خپور کړ چې د دوی په باور په وژنو، غلا، انسان تښتونې او د عامه نظم په ګډوډولو کې لاس لري.

په لومړي لېست کې د ۲۲۲ کسانو نومونه او د اوسیدو ځایونه مشخص شوي وو چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، همدې کسانو بېلابیل جرمونه کړي دي.

په دویم نوملړ کې بیا د ۱۶ کسانو نومونه خپاره شول چې کورنیو چارو وزارت وویل، دوی سلګونه مېله ناقانونه وسله لري او باید د سپیناوي لپاره حاضر شي.

کورنیو چارو وزارت دغه راز اعلان کړی چې د مجرمانو د نیولو لپاره یې پولیسو ته د ډزو امر کړی دی.

دوی ویلي، ډېر ژر به د نیمه دولتي او سیاسي زورواکو لېستونه هم خپاره کړي چې له دولتي امکاناتو په استفادې خپل سري او ناقانونه کړنې کوي.

وزارت دغه راز خبرداری ورکړی، هغه کسان چې پولیسو ته د مجرمانو د خوشي کېدو لپاره مراجعه او یا ټلېفون کوي، باید پوه شي چې د جرم په کړۍ کې ځان شریکوي.