"اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ډله بشپړه کړه"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر ته نږدې سرچینه وايي، چې د محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز ټیم مشخص او تایید شوی او تر راتلونکو څلورو ورځو به اعلان شي.

دا سرچینه وايي، ولسمشر اشرف غني به لومړی او دویم مرستیال ولري او یو کس به د یو قوم په استازۍ هم ډله کې ور سره وي.

له ولسمشر غني سره تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې جنرال دوستم لومړی مرستیال او سرور دانش د دویم مرستیال و

.

ولسمشر غني سره تېرو ټاکنو کې احمد ضیا مسعود د تاجک توکم په استازۍ ډله کې شریک و او وروسته یې ښه حکومتولۍ کې استازی و.

نږدې دوه میاشتې مخکې سرور دانش دایکندي ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې وویل، چې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې هم د اشرف غني دویم مرستیال دی.

خو جنرال دوستم تېره میاشت د ازبک توکمو غونډې ته وینا کې وویل، چې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې په یوه مناسب کس سره سلا او له یوې ټاکنیزې ډلې سره ودرېږي.

د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړتوب د ملي یووالي حکومت جوړ او عبدالله عبدالله اجرایه مشر شو.

خو دا سرچینه وايي، ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته به د ولسمشر اشرف غني واکمنۍ کې اجرایه ریاست څوکۍ نه وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اعلان کړی و چې ولسمشرۍ ټاکنې به د وري په ۲۱ یا د اپرېل پر ۲۰ ترسره شي. خو د تېر ډيسمبر په ۲۶ دې کمېسون وویل، چې، ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شي.

هغه مهال د ټاکنو کمېسون ویل، چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې ورو بهیر د دې ټاکنو د ځنډېدو یو لامل شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم ثبتولو بهیر د جنورۍ په دریمه پیل شو او عبداللطیف پدرام لومړنی کس و، چې دغه بهیر کې یې خپل نوم د ټاکنو خپلواک کميسیون کې ثبت کړ.