افغانستان د حمید مومند او بیدل مقبرې رغوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان حکومت په پیښور کې د حمید مومند (ماشوخیل) او په نوي ډهلي کې د میرزا عبدالقادر بیدل مقبرې رغوي.

د حمید مومند ماشوخیل د زیږد پوره نیټه نده څرگنده خو تاریخ پوهان او د پښتو ژبې ادیبان وایي دغه خوږ ژبی شاعر په شاوخوا ١١٠٠ او یا ١٠٧٥ هجري قمري کال کې زیږیدلی و.

تاریخ پوهان وایي عبدالحمید مومند ماشوخیل په یو ډیر غریب چاپیریال کې اوسیده چې په ژوند یې ډیرو لږو خلکو احوال واخیست، خو له مړينې وروسته ډیر وستایل شو

.

حمید مومند ماشوخیل ته ځینو د پښتو ژبې بیدل او ځینو نورو بیا د پښتو سعدي القاب ورکړي دي.‌

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې په نوي ډهلي کې د بیدل مقبره به د آغاخان د بنسټ په همکارۍ ورغوي.

میرزا عبدالقادر بیدل چې د هند د فارسي ژبو شاعرانو له ډلې څخه دی په افغانستان، تاجکستان او ایران کې زیات مینه وال لري.

د میرزا عبدالقادر بیدل د زیږدو دقیق ځای او تاریخ ندی څرگند، خو د هغه روایت له مخې چې اکثر پوهان ورسره موافق دي بیدل په ١٠٥٣ یا ١٠٥۴ هجري قمري کال کې د هند په عظیم آباد ښار کې زیږیدلی دی چې اوس د "پتنه" په نوم یادیږي.

د بیدل او حمید مومند د زیږد تاریخ ته په کتلو داسې بریښي چې دغو دواړو خوږ ژبو شاعرانو شاوخوا په یوه تاریخي دوره کې ژوند کاوه. بیدل په ترکي ژبه هم شعرونه ویلي دي.