"پاکستان پر ډيورنډ کرښه نورې پوستې جوړوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د دواړو هېوادونو ترمنځ کرښه کابو ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده ده
پاکستاني چارواکي وایي، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه یې د ۲۳۳ امنیتي څوکیو یا پوستو کار بشپړ کړی دی او ډېر ژر به ۱۴۴ نورې پوستې هم جوړې شي. د پاکستان دولتي خبري اژانس "اې پي پي" ویلي، د امنیتي پوستو ترڅنګ پاکستان د ډیورنډ کرښې په کابو ۵۰۰ بېلابېلو برخو کې اغزن تار هم لګولی

.

ارګ او نورو افغان چارواکو تر دې دمه په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې تل پر ډیورنډ کرښه له دېوال لګولو یا اغزن تار غځولو مخالفت کړی.

اې پي پي اژانس وایي، د پنجشنبې پر ورځ پاکستاني چارواکو د خبریالانو یوه ډله تورخم سیمې ته بوتلله او هلته یې د "ترهګرۍ ضد فعالیتونو" په اړه مالومات ورکړل.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې تور لګوي چې وسله وال ترهګر له افغانستانه په اسانۍ سره پر ډیورنډ کرښه را اوړي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

اسلام اباد له همدې کبله ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره باید پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ولګول شي او د امنیتي پوستو شمېر دې هم ډېر شي.


پآکستان وایي، پر تورخم یې د ناقانونه تګ راتګ مخه نیولې ده
خو افغان حکومت تر دې دمه د پاکستان له دې پلان سره مخالفت کړی، او ټینګار کوي چې د ترهګرۍ اصلي ځالې د پاکستان په خپله خاوره کې دي.

یاده دې وي چې افغانستان د ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې یا سرحد په توګه نه پېژني.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا کرښه کابو ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده ده او ګومان کېده چې په ډېرو غرییزو او لېرې پرتو سیمو کې به اغزن تار لګول ناشوني وي.

د پاکستان لخوا د اغزن تار لګولو چاره د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ میاشت کې پیل شوې وه.

تورخم دروازه بېرته پرانيستل شوه
د تورخم پولې تړل
د تورخم او سپین بولدک دروازې بېرته پرانیستل شوې
د پاکستان یوه حکومتي چارواکي ویلي، په لومړي پړاو کې تر دې دمه د کرښې پر ۵۳۹ کیلومتره برخه اغزن تار لګول شوی دی.

پاکستان غواړي چې په راتلونکو دوه کلونو په دویم او درېیم پړاو کې پر کابو ۸۰۰ کیلومتره نوره برخه هم د اغزن تار لګولو چاره بشپړه کړي.

پاکستاني چارواکي وایي، اوس یې پر تورخم دروازه د وګړو د ناقانونه تګ راتګ مخه هم نیولې ده او یوازې هغه کسان پاکستان خاورې ته ور پرېږدي چې د سفر قانوني اسناد ورسره وي.