اسدالله خالد: ښارونو کې مېشت ځواکونه به د جګړې کرښو ته استول کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، له دې وروسته به د جګړې بڼه بدلېږي او د ملي اردو سرتېري به له دفاعي حالته راوځي او د وسله والو مخالفینو پر پټنځایونو به بریدونه کوي.

چارسمبالي وزیر اسدالله خالد چې نن شنبه (مرغومی ۸ /ډېسمبر۲۹) د خپل کار د پیل په لومړۍ ورځ خبرې کولې وویل، د ملي اردو سرتېرو او ځانګړو ځواکونو ډېر پام به عملیاتو ته ور اړوي او دوی به حرکت ته هڅوي. نوموړي د خپل کار پر لومړۍ ورځ وویل، له دې وروسته به په ښارونو کې متمرکز ځواکونه د جګړې کرښو ته استول کېږي

.

ښاغلي خالد وویل، اوسمهال د ملي اردو ځینې سرتېري، ان کومانډو او ځانګړي ځواکونه د شخصي ساتونکو په توګه بوخت دي.

ښاغلی خالد وايي، د امنیتي ځواکونو پر ګاډو ځینې شعارونه لیکل شوي چې یو یې "سر ورکوو، سنګر نه ورکوو" دی، دده په خبره اوس وخت راغلی چې دا شعار بدل شي. دده په خبره دا ښيي چې زموږ ځواکونه اوس دفاعي حالت کې دي:

"وخت راغلی چې دا شعار په احترام سره یو څه بدل کړو، له دې وروسته به سر وهو، سنګر به یې نیسو."

د افغانستان د دفاع نو سرپرست وزیر وايي، ددې وزارت کارکوونکي د خپلو ناکاریو او غفلت د پټولو لپاره پړه پر بهرنیو ځواکونو اچوي.

پر بهرنیو ځواکونو تکیه

نوموړی وايي، ګڼو کارونو کې ددې وزارت د افسرانو تکیه په بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه پر امریکایانو ده، حال دا چې ددې هېواد اصلي مالکان افغانان دي:

" ددې لپاره چې خپل غفلت او ناکاري پټه کړي، که پوښتنه وکړې چې فلانی کار ولې نه دی شوی، وايي امریکایانو نه دي ویلي یا امریکایانو سره مو تر اوسه خبرې نه دي کړې. بهرني ځواکونه د مشورو او مرستو لپاره دي، ددې ملک اصلي مالک ته یې، ته باید پرېکړه وکړې."

په افغان جګړه کې روغتون ته پروخت د افغان امنیتي ځواکونو د ټپيانو نه لېږد هغه خبره ده چې وار وار راپورته شوې، د دفاع چارسمبالي وزیر هم تایید کړې او وايي، په اونیو د ملي اردو ټپي سرتېرې په سیمو کې پاتې کېږي او روغتونونو ته لېږد یې ژر نه ترسره کېږي:

"له هغې راهیسې چې وزارت ته راغلی یم، یوې موضوع ته مې پام شو، له څو ورځو او ان څو اونیو راهیسې زموږ ټپیان د اندړو په ولسوالې کې پاتې وو او انتقال شوي نه وو."

ښاغلی خالد وايي که له دې وروسته کوم ټپي سرتیری په سیمه کې پاتې شي، د لېږدولو لپاره به یې ټول وزارت وخځوي.

همغږي ډېرېږي

د افغانستان ملي اردو، پولیس او ملي امنیت ځواکونو شمېر شاوخوا ۳۵۰ زره کسانو ته رسیږي، خو ددې ځواکونو ترمنځ په نه همغږۍ نیوکې کېږي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د لوړې کچې لوی لامل هم همدا په ګوته کېږي.

ښاغلی خالد وايي له خپلې تجربې په ګټه اخیستو به د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي ډېره کړي.

تېره یکشنبه د مرغومي ۲مه (ډسمبر ۲۳) افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو د چار سمبالو وزیرانو په توګه وټاکل.

د وزیر کېدو لپاره دواړه چارسمبالي وزیران د ولسې جرګې د باور رایې ته اړتیا لري.

اسدالله خالد له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د رییس په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر میاشتې پر شپږمه په کابل کې یوه ځانمرګي برید ټپي کړ.

افغان چارواکو هغه مهال ویل، برید کوونکی د سولې د استازي په نامه د ملي امنیت یوه مېلمستون ته ورغلی و.

اسدالله خالد تر ټپي کېدا وروسته بګرام او بیا د امریکا متحدو ایالتونو ته د درملنې لپاره واستول شو.