'د کورنیو چارو وزارت کارکونکي به سفارتونو ته بې اجازې نه ځي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت هېڅ یو کارکونکی یا پولیس د دغه وزارت مشرتابه او یا استخباراتي څانګو ته له ویلو پرته سفارتونو ته نه شي تللی.

وزارت دغه راز له پولیسو غوښتي چې په عمومي مراسمو کې او یا د شخصي چارو تر سره کولو پر مهال باید د پولیسو یونیفورم وا نه غوندي.

د دغې پرېکړې هدف د کورنیو چارو وزارت د منصوبینو او ملي پولیسو د 'وقار خوندیتوب' بلل شوی دی

.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح د امر له مخې د کورنیو چارو وزارت هېڅ نظامي او غیر نظامي کارکونکی اجازه نه لري، د بهرنیو سفارتونو په شپنیو میلمستیاوو، ملي ورځو یا خپلواکۍ جشنونو کې ګډون وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له هغو ډلګیو غوښتي چې د سفارتونو ساتنه کوي، که د وزارت کوم کارکونکی له دې امره سر غړونه کوي، وزیر ته یې باید په اړه معلومات ورکړي.

خبر پاڼه کې ویل شوي هغه کسان به چې له دې امره سرغړونه کوي د 'جاسوسۍ پر لټون ' تورن شي او جدي چلند به ورسره وشي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت په یوه بل امر کي ویلي، د کورنیو چارو وزارت کارکونکي او پولیس د 'رهبري او مدیریتي کلتور ' رامنځته کولو لپاره له وزیره نیولې تر یوه سرتېري پورې باید په ودونو، کوژدو، ختمونو کې له وسلې سره یا له نظامي جامو سره جوماتونو، یا سالونونو ته لاړ نه شي او نه هم د کورونو لپاره بازار کې د سودا رانیولو پر مهال وسله وګرځوي یا رسمي دریشي واغوندي.

د وزارت اعلامیه زیاتوی له دې امره سر غړونه به د 'نظم ګډوډي، د پولیسو حیثیت ته زیان اړول او د نظامي جامو سپکاوي ' په معانا وبلل شي.

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو مخکې ښاغلي صالح په امنیتي سکتور کې د افغانستان د دولت وزیر و چې بیا یې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال جون میاشت کې د ملي امنیت ادارې د رییس په توګه د امرالله صالح استعفا منلې وه.

امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له استعفا وروسته د 'زرغون بهیر ' په نوم یو سياسي خوځښت جوړ کړ.