"له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل د امريکا په زیان دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امريکا د جمهوري غوښتونکو یو مخکښ سناتور لېندسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو په تړاو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر کړې پرېکړې اندېښنه ښودلې او هغه يې د امریکا ګټو او امنیت ته زیان اړوونکی ګام ګڼلی.

د امریکا دغه مخکښ سناتور په دې تړاو د امریکا د سنا د بيړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

ښاغلي ګراهام ویلي په یاده غونډه کې باید د امریکا دفاع وزیر جېمز مټيس هم ګډون وکړي. ښاغلي مټیس له ولسمشر ټرمپ سره د نظر د اختلاف له امله پرون له خپلې دندې استعفا وکړه

.

ټاکل شوې په یاه غونډه کې امریکايي سناتوران له افغانستانه د کابو ۵ زرو امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ښاغلي ټرمپ د دولت چارواکي وپوښتي.

ښاغلي ګراهام په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والو یا داعش ډلې ته په اشارې ویلي، "فکر نه کوي چې څوک د دې جرات وکړي او ووايي چې په افغانستان کې دې ډلې ماته خوړلې".

هغه باوري دی چې داعش ډله په افغانستان کې د تېر کال پر تله "پیاوړې" شوې او زیاته کړې یې ده،"ماته ښکاري چې هغوی د امريکا دننه د بريدونو پلان لري".

دغه امریکايي سناتور ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ځواک کمول به دا هېواد "ويجاړ" کړي او د امریکا د ګټو ساتل به "له لا ډېرو قربانیو سره مخامخ شي".

د دیموکراتانو د ګوند مخکښې غړې نانسي پلوسي ویلي د دفاع د وزیر استعفا چې د "هېوادپالنې" په خاطر ده، هغې ته ټکان ورکړی.

ویل کېږي له ښاغلي ټرمپ سره د هغه د دفاع د وزیر جېمز مټیس د نظر اختلاف له سوريې او افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د ایستلو له امله و.

د انځور حقوق

ښاغلي مټيس په خپله استعفا کې ليکلي " امريکا باید د هغو هېوادونو پر وړاندې چې ستراتيژيکې ګټې يې ورځ تر بلې له امریکا نورې ناندرۍ راپاروي روښانه دريځ ولري او په داسې حال کې چې چین او روسیه د نړۍ په هېوادونو کې د خپلو اقتدارغوښتونکو لاسوهنو په لټه کې دي امريکا باید د ټولو د دفاع لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړي".

تېره ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ایستلو په تړاو د ولسمشر ټرمپ پرېکړې ته غبرګون وښود او ويې ویل چې د پوځيانو ایستل به د افغانستان د امنیت پر ټینګښت اغېز ونکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اندېښنې په ۲۰۱۴ کال کې هم ډېرې وې او هغه مهال تحليل دا و چې له افغانستانه د شاوخوا یو لک بهرنیو پوځيانو له وتلو سره به "افغانستان د اورپکو لاس ته پرېوځي".

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه تحليل "ناسم ثابت " کړ او په مېړانه يې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خلکو دفاع وکړه.