''کندهار کې د بلوڅو بېلتون پالو پر قومندان ځانمرګی برید

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کندهار ښار په یوه تر ټولو خوندي سیمه عينو مېنه کې ځانمرګى بريد شوى او ویل کېږي چې ۷ کسان یې وژلي. ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د برید هدف د بلوڅو بیلتون پالو یو مشر اسلم بلوڅ و. په دې برید کې د نوموړي د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږي.

د بلوڅ بیلتون پالو په لیکو کې یو شمېر معتبرو سرچینو بي بي سي ته ومنله چې په دې برید کې اسلم بلوڅ او یو شمېر نور بلوڅان وژل شوي دي

.

خو ځینو نورو سرچینو بیا ویل چې پر نوموړي برید شوی، خو د وژل کېدو خبره یې نشي تائيدولی.

افغان چارواکي هم تائیدوي چې د برید هدف بلوڅان وو، خو دا نه وایي چې دا بلوڅان کومې خاصې ډلې پورې تړلي کسان وو او که عادي خلک وو.

د اسلم بلوڅ د وژل کېدو په اړه هم افغان چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

 

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وایې دغه بريد د يوولسمې ناحيې اړوند عينو مېنې کې شوی، چې دوه کسان یې وژلي او درې نور ټپیان دي.

ښاغلی درانی وایي ځانمرګی پلی ؤ.

یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په برید کې په نښه شوي کسان د ډیورنډ کرښې پورې غاړې د بلوڅانو د یوې مهمې کورنۍ کسان دي.

د اسلم بلوڅ په اړه ویل کېږي چې د بلوڅستان د ازادۍ د لښکر (بي اېل اې) یو مهم قومندان دی. نوموړي څو ځله په ویدیویي پيغامونو کې د پاکستان پر پوځ د بریدونو مسوولیت منلی، او د پاکستان پر حکومت او پوځ یې تور لګاوه چې بلوڅان وژني او د هغوی وسایل لوټي.

پاکستان پر نوموړي تور لګاوه چې تېره میاشت یې په کراچۍ ښار کې د چین پر کونسلګرۍ هم برید پلان کړی و.

بلوڅ بیلتون پالي په خپله سیمه کې د چین د اقتصادي پروژو مخالف دي او وخت نا وخت یې هلته پر چینایي او پاکستاني اهدافو بریدونه کړي دي.

دا په روان کال کې درېیم ځل دی چې په کندهار کې پر بلوڅانو بریدونه کېږي.

د جون میاشتي پر ۲۳ نېټه په همدې عینو مېنه کې د بلوڅانو یوه کور کې چاودنه وشوه . هغه مهال چارواکو ویلي و چاودنه مقناطیسي ماین و ، چي موټر پورې نښلول شوی و .

په هغه چاودنه کې یو کس مړ او درې تنه ټپیان شوي وو .

تر هغه برید یوه ورځ مخکې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه بلوڅ په موټر پورې مقناطیسي ماین نښلول شوی و.

خو ماین د ګاډو پرېمنځلو یوه دوکان کې چاودنه وکړه چې پایله کې یې د ګاډي چلوونکی خوندي پاتې شو، خو څلور کسان چې ګاډي یې وینځل، ټپیان شوي وو .