د افغان ولسمشرۍ ټاکنو بشپړ مهالوېش اعلان شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ مهال وېش اعلان کړ. د ټاکنو کمیسیون وار د مخه د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل ۳۱مه نېټه د ټاکنو د نېټې په توګه اعلان کړې ده.

د بشپړ مهالوېش له مخې ټاکل شوې ده چې د نوماندانو نوملیکنه د جدي یا مرغومي له لومړۍ نېټې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې نېټې دوام وکړي.

د نوماندانو لومړنی لېست به د مرغومي پر ۱۸مه نېټه اعلانېږي

.

خلک کولي شي چې د مرغومي له ۱۸مې نېټې نه د سلواغې تر ۲۵مې نېټې پورې د نوماندانو په اړه خپل شکایتونه له اړونده کمیسیون سره ثبت کړي.

د نوماندانو وروستی لېست به د سلواغې یا دلوې پر ۲۶مه نېټه اعلان شي.

د نوماندانو د کمپاین لپاره دوه میاشتې موده ټاکل شوې، او د مرغومي له ۲۸مې نېټې به د وري یا حمل تر ۲۸مې نېټې دوام کوي.

له هغه وروسته به دوه ورځې د هېڅ ډول کمپاین اجازه نه وي، او د وري پر ۳۱مه نېټه به ټاکنې ترسره کېږي.

د رایه ورکوونکو نوملیکنه به د مرغومي له ۲۰مې نېټې پیلېږي او د سلواغې تر ۴مې نېټې به دوام کوي.

د رایه ورکوونکو وروستی لېست به د کب یا حوت پر ۵مه نېټه اعلانېږي.

لومړنۍ پایلې به د غوایي یا ثور پر ۲۱مه نېټه اعلانېږي، او وروستۍ پایلې به د غبرګولي یا جوزا پر ۲۵مه نېټه اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي بي بي سي ته وویل، کمیسیون دې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړه چې په دې ټاکنو کې به له بایومېټرک سیستم څخه کار اخیستل کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره بشپړ مهالوېش په داسې حال کې اعلانوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یو شمېر کسانو وار د مخه په دې ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ اعلان کړی.

په دوی کې د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر او همدا راز په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي نومونه د یادولو وړ دي.