امریکا افغان سوله کې د پاکستان د کوربه توب پر هڅو خوښي ښودلې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې په اړه د پاکستان د منځګړیتوب د هڅې هرکلی کړی دی.

د یاد سفارت یو ویاند بي بي سي ته ویلي چې امریکا د افغان سولې په اړه د پاکستان هر اقدام مهم بولي او هرکلی یې کوي.

"د امریکا متحده ایالات د پاکستان حکومت لخوا د افغان حکومت، نورو افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو موکې برابرولو په ګډون هر هغه هڅه ستايي چې سوېلي اسیا کې پراخه همکاري پياوړې کړي"

وړاندې د پاکستان صدراعظم ویلي، ډېر ژر به طالبان د اسلام اباد په کوربه توب له امریکا سره خبرو ته کېنوي.

عمران خان چې په پېښور کې یوې غونډې ته غږېده، بې له دې چې میاشت یاده کړي، وویل پر ۱۷ نېټه دواړو خواوو د جرګه کېدو هوکړه کړې، چې که د ډسمبر اوولسمه وي، نو دوشنبې راځي.

پاکستاني مشر ویلي چې دا کار د امریکا له پرله پسې غوښتنو وروسته کوي چې له دغه هېواده یې لا ډېر څه کول غوښتل.

د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان وايي دا مخامخ خبرې د پاکستان په هڅو کیږي.

"د خدای په فضل به د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په اولسمه نیټه په پاکستان کې کیږي"

د پاکستان لومړي وزیر دا په ډاګه نه کړه چې دغه خبرې به د پاکستان په کومه سیمه کیږي.

دغه راز هغه مشخصه ورځ هم یاده نه کړه خو د روانې میاشتې اولسمه نیټه چې نوموړي ورته اشاره وکړه د راتلونکې دوشنبې ورځ ده.

عمران خان دا څرګندونې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه غونډه کې وکړې، هغه هیله وښوده چې که په افغانستان کې سوله راشي نو پېښور به د ګرځندوی په یوه سیمه بدل شي او منځنۍ اسیا ته به د تګ راتګ لویه لاره خلاصه شي.

له دې وړاندې څو ځله امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي، خو داځل ظاهرا پاکستان د امریکا د غوښتنو په ځواب کې هڅه کړې د طالبانو او امریکايي استازو مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر ته یو لیک استولی او په کې غوښتنه شوې وه چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.

خو له پاکستانه د افغان حکومت او امریکا اصلي غوښتنه دا وه چې په دغه هېواد کې د وسله والو مرکزونه له منځه یوسي، له ملاتړه یې لاس واخلي او طالبان حاضر کړي چې له افغان حکومت سره روغه جوړه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته هغه دوه ځله اسلام آباد ته تللی او په دې لړ کې پاکستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مهم چارواکي ملا برادر په ګډون څو طالب مشران ازاد کړل.

اسلام آباد ته د ښاغلي خلیلزاد د وروستي سفر پرمهال پاکستان ژمنه وکړه چې د افغان سولې په برخه کې به مرسته وکړي.

دغه راز په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې د همدې سفر په لړ کې اسلام اباد امریکا ته وړاندیز کړی و چې غواړي له طالبانو سره د خبرو کوربتوب وکړي.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د افغان دولت استازو هم له طالبانو سره اسلام آباد ته څېرمه په مري کې ولیدل، خو دې لړۍ ځکه دوام ونکړ چې په ډاګه شوه د طالبانو مخکنی مشر ملا عمر لږ تر لږه دوه کاله وړاندې مړ شوی و.

امریکا مخکې هم له طالبانو سره خبرې کړي او معلومه نه ده چې د پاکستان په منځګړیتوب دغه احتمالي خبرې به څه ځانګړتیا ولري. پخپله امریکا او طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.