چین طالبانو ته: افغان حکومت سره سوله وکړئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چین له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني او په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دغه غوښتنه نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ له درې اړخیزې ناستې وروسته ګډې خبري غونډې ته وکړه.

چین په افغانستان کې د سولې راوستلو بهیر کې د خپل لوري د فعاله ونډې اخیستلو ژمنه وکړه

.

په دغې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هڅه کوي د کابل او اسلام اباد تر منځ رامنځته شوې بي باورۍ فضا، د باور په فضا بدله کړي.

هغه وویل، راتلوونکی کال د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستلو سلمه (۱۰۰) کلېزه ده او په دغه کال د افغانانو لپاره تر ټولو لویه ‌ډالۍ سوله راوستل دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، یو ځل بیا د افغان سولې راوستلو بهیر کې له پاکستانه د عملي او ريښتني ګامونو اخیستلو غوښتنه وکړه.

د کابل، اسلام آباد او بیجینګ دغه دویمه درې اړخیزه ناسته له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د سیمې پر اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لارو چارو متمرکزه وه.

چین په سیمه کې د پياوړي اقتصادي هېواد او د پاکستان د نژدې ملګري په توګه په دغې درې اړخیزه غونډه کې دوه ځانګړي پیغامونه لرل.

لومړی د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضا رامنځته کول او بل دا چې چین په افغانستان کې له جګړه کوونکو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو میزه ته کېني.

"موږ له څو اړخونو هڅه کوو چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو میزه ته کينوو. مخالفتونه باید د روغې جوړې او خبرو له لارې حل شي. موږ د هغې سولې ملاتړي یو چې مالکیت یې له افغان حکومت سره وي. له پاکستانه غواړو چې ناندرۍ ختمې کړي او د سولې په برخه کې له افغان لوري سره مرسته وکړي"

ولسمشرمحمداشرف غني د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې چین ته په خپل لومړي سفر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په برخه کې د چین د منځګړیتوبه هرکلی کړی و.

خو په تېرو څلورو کلونو کې د افغان سولې په برخه کې د چین هڅې پام وړ نه وې، خو اوس چین په سیمه کې د یو ځواکمن هېواد په توګه هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې خپل رول ولوبوي.

افغان حکومت څو وارې ټینګار کړی چې چین له پاکستان سره د نژدې اړیکو څخه په ګټه اخیستنه کوای شي افغان سوله کې د عملي ګامونو اخیستو لپاره پر پاکستان فشار زیات کړي.

په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا ترینګلې شوې وه او دواړو لورو یو بل د ترهګریزو ډلو په ملاتړ تورنوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، کابل ته د خپل راتګ موخه د افغانستان او پاکستان تر منځ بایلل شوي باور بیا ژوندي کول یاد کړل. ښاغلي قریشي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې راوستلو پلوی دی.

"موږ باید ډېر مثبت فکر وکړو. باید پوه شو چې د یو بل ملامتول او یو پر بل تورنونه لګول هیڅ ګټه نه لري. موږ لسیزې تېرې کړې او په دغه موده کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ شاهدان وو. نور باید پر یو بل د تور لګولو پر ځای، د راتلونکې په اړه فکر وکړو، د خپلو ماشومانو او سیمې د نیکمرغۍ لپاره په ګډه کار وکړو. د همدغې موخه لپاره زه دلته راغلی یم"

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني یو ځل بیا په ټنیګار له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې له جنګېدونکو ډلو په ځانګړي ډول د وسلوالو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. ښاغلي رباني وویل، که چیري پاکستان رښتیا هم غواړي چې افغان حکومت او نړۍ ته وښيي چې په افغان خاوره کې د سولې پلوی دی، نو باید په دغه برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې د افغان سولې راوستلو په برخه کې په کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې د تېر پرتله ډېرې شوې، چین هم د بل هر وخت پرتله اوس ډېر په افغانستان کې د سولې پلوی ځان ښیي او هڅې یې پیل کړې چې افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کښينوي.

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ لومړنۍ درې اړخیزه غونډې تېر میلادي کال په بیجنګ کې جوړه وه، دوهمه یې کابل کې جوړه شوه او ټاکل شوې دریمه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.