د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ولې کوټې ته نه پرېښودل شو؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له کراچۍ کوټې ته رسېدو سره سم د کوټې له هوايي ډګر کراچۍ ته ولېږدول شو.

د ښاغلي پښتین ملګری ادریس پښتین- چې په همدې سفر کې ورسره و- بي بي سي ته وویل، امنیتي چارواکو له کوټې هوايي ډګر دوی بېرته په الوتکه کې کښېنول او کراچۍ ته يې ولېږل.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سلیم کوسا بي بي سي ته ویلي، ایالتي حکومت د یکشنبې په ورځ بلوچستان ته د ښاغلي پښتین پر ورتلو بندیز لګولی دی

:

"زموږ حکومت پرون پر منظور پښتین د نیوي ورځو لپاره بلوچستان پر راتلو بندیز لګولی دی".

ښاغلی کوسا تور پورې کوي، چې منظور پښتین د پاکستان د امنیتي اورګانو پر ضد خبرې کوي او په ولس کې کرکه خوروي.

پښتین کوټه کې څه کول؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ کوټې فعالان وايي، ښاغلي پښتین به په کوټه کې د غورځنګ له فعالانو سره تر لیدلو وروسته د بلوڅو مېرمنو له لوري په هغه احتجاجي کمپ کې هم ګډون کاوه، چې له تېرو څو اونیو راهیسې يې د خپلو تري تم کسانو لپاره جوړ کړی دی.

له تېري شاوخوا یوه نیمې میاشتې راهیسې د بلوڅو مېرمنو دغه احتجاج روان دی، چې نن يې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په حیث د لوی احتجاج پلان درلود.

په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حسین اغا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د منظور پښتین الوتکه تر پنځلسوـ شلو دقیقو د کوټې هوايي ډګر په هوا ګرځېده:

"چې الوتکه پر هوايي ډګر کښېناسته، نو ښاغلي پښتین او ملګرو ته يې له الوتکې د کوزېدو اجازه ورنه کړه".

ادریس پښتین بیا وايي، دوی له الوتکې کښته شول خو له هوايي ډګره بهر وتلو ته پرې نه ښودل شول او بېرته يې د کراچۍ په الوتکه کې کښېنول:

"موږ ته يې وویل، په بلوچستان کې د منظور پښتین په راتلو د نیوي ورځو لپاره بندیز دی او له هوايي ډګره بهر نشئ تللی".

 

تردې وړاندې د پاکستان د سیند ایالت حکومت هم د یوې خبرتیا په خپرولو سره په داسې وخت کې د ښاغلي پښتین پر ورتګ بندیز لګولی و، چې نوموړی وار له مخه همتله و.

خو پر خواله رسنیو د فعالانو تر توند غبرګون وروسته د سیند ایالتي حکومت دغه بندیز بېرته لرې کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد جاذب مشر منظور پښتین تر هغه وروسته د پاکستان په شمول په نړۍ کې نوم پیدا کړ، چې د روان عیسوي کال په لومړيو کې يې د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې بیا د پاکستان تر پلازمېڼ اسلام اباد پياده لاریون وکړ.

نوموړي هملته د پښتنو د حقونو لپاره لس ورځنی پرلت وکړ.

دغه زلمی چې اصلا د جنوبي وزیرستان دی، په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ تر شا او ترهګرو پر ملاتړ د پاکستان پوځ تورنوي، خو د پاکستان پوځ د نوموړي تر شا د بهرنیو هیوادونو استخبارات بولي.