ارګ: له بشري حقونو سر غړوونکي نه بښل کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، حکومت د عدالت د پلي کولو لپاره پیاوړې اراده لري او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو وړتیاوې هم لوړې شوي. د ولسمشر د ویاند مرستیال صمیم عارف بي بي سي ته وویل چې د بشري حقونو سرغړونکي هم اوس نه بښل کیږي او دوی یې پر وړاندې قانوني چلند کوي.

ارګ دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، د افغان جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو سره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره په خبرو بوخت دي

.

تادامیچي یاماموتو د بي بي سي د کابل دفتر مشر شعیب شریفي سره مرکه کې ومنله چې ځمکنۍ جګړه او هوايی بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله ډېره ده او لا هم ډېرېږي.

نوموړی وايي، که په دې برخه کې د دوی مشورو او وړاندیزونو ته پام ونه شي، ښايي په راتلونکي کې له پړو کسانو سره حساب وشي.

یوناما د تېر سپټمبر پر ۲۵ هم یوه رپوټ کې وویل، چې د تېر کال شپږو میاشتو پرتله د سږ (۲۰۱۸) کال همدې موده کې، افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده.

د یوناما د هغه رپوټ له مخې: "دې ماموریت د هوايي بریدونو ۵۲ سلنه د افغانستان هوايي ځواک ته، ۴۵ سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو ته او پاتې نور ۳ سلنه نا پېژندل شوو دولت پلوه ځواکونو ته منسوبه کړې."

د وردګو او کاپیسا کورنیو ته حق غوښتنه

یوناما له دې رپوټ سره هممهال په میدان وردګو او کاپیسا د دوو کورنیو په اړه هم په یوه اعلامیه کې وویل، چې غړي یې په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د یوناما مشر له بي بي سي سره مرکه کې هم وویل، چې دغو کورنیو سره به مشوره وکړي او د حق غوښتنه به یې وکړي:

"دوی ته یوازي تاوان ورکول کفایت نکوي - دلته باید ګرمه ومنل شي. او د انتقالي عدالت تقاضا کېږي".

یاماموتو دا هم وايي، چې له مجازاتو سره د معافیت پر وړاندی مبارزې او د بشری حقونو د قربانیانو د خسارو جبران ته باید لومړیتوب ورکول شي:

"ځکه بشري حقونو نقص ته حساب ورکونه د یوې ټولنې لازمی بنسټ جوړوي. د بشري حقونو څخه ساتنه د قوانیون پر پلی کولو ولاړ ده چې په دې صورت کې د زیان منونکو وکړو ساتنه کیږي.

د یوناما د مشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې نن د ډیسمبر لسمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیه ۷۰ کلیزه ده.

یوناما هم د دې ورځې په مناسبت رسنیو ته استولې اعلامیه کې د جزا د نوي قانون جوړولو او ازادیو د بنسټیزولو په برخه کې د افغانستان د ژمنتیا هرکلی کوي.

خو په اعلامیه کې د یاماموتو له خولې دا هم منل شوې چې لا هم افغانستان د انساني حقونو برخه کې ځینې ستونزې لري او لامل یې هم جګړه او ماتېډونکی امنیتي چاپېریال دی:

"ملګري ملتونه په زغرده وایي چې سوله پخلاینه، حقیقت موندنه، حساب ورکونه او عدالت د افغانستان راتلونکي لپاره خورا مهم دي، دغه ډول د افغانستان د پراخو ژمنو د پلي کیدو څخه ننګه کوي ترڅو د بشري حقونو پراختیا ته دوام ورکړي او خپل ملي خوندیتوب سیسټم تقویه کړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې د جګړې ټولې خواوې د بشري حقونو مدافعینو سره کار کوي".

دې اعلامیه کې د سولې خبرو کې د بشري حقونو د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار شوی او ویل شوي چې له دې بریاوو شاتګ د سولې بهیر ننګولی شي.