د خلیلزاد او قریشي کتنه او پاکستان ته د طالب استازو سفر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي. همدا نن سیه شنبه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي هم اسلام باد ته رسېدلي دي.

په کوټه کي د طالبانو یوې باوري سرچیني بي بي سي ته منلي، چې قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، ضیاء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي اسلام اباد ته تللي دي

.

دې سرچینې د بي بي سي ته ویلي، پاکستان د افغان سولې خبرو روان بهیر ته د ځان ور ګډولو لپاره دا کسان وربللي دي.

دغه طالب چارواکی وایي، پاکستان فکر کوي، چې دې خبرو کې د پاکستان حکومت هم د افغان حکومت په څېر څنډې ته شوی دی.

د سولې اوسنۍ خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پیل کړې دي.

زلمي خلیلزاد سیمې ته خپلو دوو تېرو دورو کې قطر کې د طالبانو استازو سره هم خبرې درلودې.

"مشران افغانستان کې دي"

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې د طالبانو د قطر استازي د سولې خبرو لپاره مختلفو هېوادونو ته ځي، خو اوس دا نشي تاییدولي چې دوی پاکستان ته تللي که نه:

"معلومات کوم، دویم دا چې د طالبانو مشران هېواد کې دي او نه پاکستان کې، له دې ځایه له مشرانو سره سلا مشورې کولی شي."

خو برتانوۍ "ډېلي تېلېگراف" ورځپاڼې ليکلي، د طالبانو مشر خپل سياسي استازي له امريکا سره د خبرو له شوني بل پړاو وړاندې، د سلا مشورو لپاره پاکستان ته وربللي دي.

د دوحې دفتر يوه غړي ورځپاڼې ته دا سفر ډېر مهم ښوولى او ويلي دي چې د خبرو د بل پړاو لپاره به طالبانو ته ډېر مسايل روښان کړي.

دغه غړي ويلي دوى به د سولې د خبرو په تړاو د طالبانو لوړ پوړو مشرانو ته ټکي په ټکي مالومات ورکوي او بيا به د ډېرو موضوعاتو په اړه د هغوى سلا مشورې اوري او راتلونکې اونۍ به له ښاغلي خليلزاد سره خبرو کې په ښه دريځ کې وي.

د سولې خبرو د مخالف قومندان وژل کېدل

دغې سرچينې دا هم ويلي چې د دغه پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزى کوي خو دا څرگنده نه ده چې دوى به مخامخ له ملا هبت الله سره گوري او که نه.

ورځپاڼه وايي ملا هبت الله د طالبانو مشرۍ ته له غوره کېدو وروسته يې ډېر کم له خپلو استازو سره تماس ټينگ کړى، خو اوس داسې برېښي چې د سولې خبرو سره ډېره لېوالتيا ښيي.

د ورځپاڼې په وينا، د طالبانو دا خپلمنځي کتنه وروسته له هغه کېږي چې هلمند کې د طالبانو يو ځواکمن مشر ملا عبدالرحيم منان ووژل شو او ويل کېږي چې امريکايانو سره د سولې د روانو خبرو مخالف و.

ورځپاڼې ليکلي چې نوموړى د طالبانو مشرتابه ته په سرخوږي بدل شوى و او د خپلو ايراني ملاتړو له خوښې سره سم يې تر يوه بريده خپله بهرنۍ تگلاره پلي کوله.

اسلام اباد کې خلیلزاد

له بلې خوا برتانوۍ ورځپاڼه ډيلي ټیلیګراف وايي، زلملی خلیلزاد د ۱۷ کلنې افغان جګړې د ختمولو لپاره پاکستان ته رسېدلي چې د دغه هېواد له سیاسي او پوځي چارواکو سره د لیدنې له لارې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

پاکستان ته د زلمي خلیلزاد دا سفر یوه ورځ له هغه وروسته دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان د افغان سولې لپاره همکاري وغوښته.

زلمی خلیلزاد به له پاکستان وروسته، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې، بلجیم، قطر او متحده عربي اماراتو ته ځي او له اړوند چارواکو سره هم پر افغان کشاله خبرې کوي.

افغان او امریکايي چارواکي له ډېر مهال راهیسې پاکستان تورنوي چې د طالبانو پر چارو یې- چې مرکز یې پاکستان کې دي- سترګې پټې کړې دي.

خو اسلام اباد وايي، چې پر طالبانو لږ نفوذ لري، مګر د افغان کړکېچ د سوله ییز اواري لپاره خپلې هڅې نه سپموي.