غني: د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه دې وڅېړل شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لویې څارنوالۍ غوښتي چې د فوټبال فدراسیون د فوټبال ښځینه لوبډلې له لوبغاړو د ناوړه جنسي ګټه اخیستنې تورونه وڅېړي.

ولسمشرغني په دې اړه خپاره شوي رپوټونه "ټکان ورکوونکي" بللي او لوبغاړو ته یې سپکاوی "د نه زغملو وړ"بللی دی.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له خوا د دوی د جنسي ځورونې ادعاوې تر نړیوالو رسنیو ورسېدې، خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي دا تورونه بې بنسټه بولي او ادعا یې دا ده چې د اسلامي پوښښ اجباري کېدو له امله مطرح شوي دي

.

نن په همدې تړاو په ارګ کې د لوی څارنوال او د ملي المپیک د مشر او ځینو ورزشکارانو په ګډون ناسته کې ولسمشر غني ویلي "له مقام او موقفه ناوړه ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده او باید په ورزشي بنسټونو کې د بداخلاقۍ ابعاد کنټرول شي".

په ناسته کې لوی څارنوال محمد فرید حمیدي خبر ورکړی چې څېړنیز پلاوی ټاکل شوی او خپل کار یې نن دوشنبه پیل کړی دی.

د

تر دې وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي منشي علي رضا اقازاده ویلي ول، لګېدلي تورونه د یو کال وړاندې هغه وخت خبره ده چې د دغه هېواد ښځينه لوبډلې په اردن کې سیالۍ کولې:

" د اردن له سفر نه تقریبا یو کال تېرېږي، په دې موده کې هېڅ غبرګون، هېڅ خبره نه وه. د افغانستان فوټبال فدراسیون ته، د فوټبال نړیوال او آسیايي فدراسیونونو او رسنیو ته هېڅ ډول اطلاع ونه رسیده. خو دا چې ځینې لوبغاړې د روزونکي په پرېکړه لوبو ته نه بلل کېږي او اته میاشتې کېږي کارکوونکي تبدیل شوي او له امتیاز نه بې برخې شوي، نو دا ډول تورونه لګول کېږي"

بل لور ته د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې چې له ښځینه لوبغاړو ناوړه غوښتنې کېدلې.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین څو ورځې وړاندې لیکلي ول د دې تورونو له امله د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې بنسټیز ملاتړ کونکې کمپنۍ هومل سمدستي خپل ملاتړ ځنډولی او غوښتنه یې کړې چې د دې فدراسیون لپاره دې نوی مشر وټاکل شي.

د سپورټي جامو دغې ډنمارکۍ کمپنۍ ویلي د افغانستان د فوټبال فدراسیون مالي څانګې د نارینه کار کوونکو لخوا د ښځینه لوبغاړو د ذهني، فزیکي، جنسي او توپیري چلند په برخو کې د ځورونې جدي ادعاوې تر دوی رسول شوې دي.

د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ له مخې د افغانستان د ښځینه فوټبال اړوند پخوانیو لوړپوړو چارواکو ورته ویلي دا سرغړونې د ښځینه فوټبال فدراسیون په مرکز او له افغانستان نه د باندې د روزنې پرمهال شوې دي.

په بېلابېلو برخو کې له ښځو سره توپیري چلند د افغان مېرمنو پروړاندې په تېره د هغو لپاره چې دندې لري لوی خنډ بلل کیږي.