جنرال کینیټ مکینزې: د افغانستان جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جنرال مکینزې دا څرګندونې د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو په کمېټه کې وکړې او سناتورانو ته‌یې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د چټک ایستلو او یا د ستراتیژۍ بدلولو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړي وویل

:

"که موږ اوس په چټکۍ له افغانستانه ووځو، زه باور نه‎لرم چې افغان ځواکونه به په یوازې ځان د خپل هېواد بریالۍ دفاع وکړی شي."

جنرال مکینزې د افغان ځواکونو په اړه وویل:

"د دوی تلفات ډېر زیات دي، دوی ډېره سخته جګړه کوي، خو تلفات‌یې تر هغې نه شي کمېدلې، څو چې موږ دا ستونزه نه‎وي سمه کړي."

نوموړي زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات باید له افغان ځواکونو سره کار وکړي، څو د هغوی د استخدام، روزنې او عملیاتو چارې بهتره شي.

جنرال مکینزې وویل، نه پوهېږي چې امریکايي ځواکونو ته به تر څه وخته پورې په افغانستان کې د پاتې کېدو اړتیا وي، خو زیاته یې کړه، دا په‎دې هېواد کې یو سیاسي جوړ جاړي ته هیله‎مند دی