جنیوا غونډه کې له افغانستان سره کومې ژمنې وشوې؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د یوناما له لوري د جنیوا غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوې چې وايي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان هغو پرمختګونو یادونه وکړه، چې د ځان بساینې برخه کې یې کړې او تر څنګ یې ناامني، بېوزلي او د فساد په ګډون ځنې جدي ستونزې پر ځای پاتې وبللې

.

ګډونوالو دغه راز د حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا د دوه اړخیزو توافق شویو ژمنو د پر ځای کولو لپاره پر خپلو ژمنو بیا ټینګار وکړ او د نړیوالې ټولنې د دوامدار ملاتړ لپاره د حکومت له خوا د خپلو ژمنو پوره کول مهم وبلل.

د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه، د ټول شموله اقتصادي ودې ښه کولو، بېوزلۍ کمولو، کار موندلو، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کولو، د ښځو ځواکمنولو او د حکومتولۍ، د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو د ښه کولو په برخه کې لا هم ډېرې هلې ځلې باید وشي.

اعلامیه کې ویل شوی، د کنفرانس په درشل کې افغانستان د شپږو معیارونو پر پوره کولو هوکړه وکړه، چې په لاندې ډول دي:

  • د رڼو، عادلانه او باوري ټاکنو ترسره کول.
  • له ادارې فساد سره مبارزه او په فساد کې د ښکېلو کسانو د نیولو حکم صادرول.
  • د امنیت سکتوراصلاح کول، په ځانګړې ډول د بایومټریک له لارې د پولیسو پرسونل د ثبت بشپړول.
  • د نړیوال وجهي صندوق یا ای ایم ایف د معیارونو پوره کول
  • د کانونو او د ځمکې د تخصیص د کلیدي قوانینو د تنفیذ له لارې د خصوصي سکتور پرمختیا ته وده
  • ورکول.
  • د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو لپاره د تطبیق د پلانونو نهايي کول.

له دې مخکې د مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الیس ویلز بي بي سي ته د جنیوا غونډې پرې مهال وویل:

''د نړیوالې ټولنې هغه ملاتړ ته هیله من یو، چې د افغان حکومت د سولې له پلانه یې کوي، چې دغه هڅې به ګټورې شي. د امریکا رول د سولې خبرو چټکول او او اسانه کول دي. موږ له مخکینیو تجربو زده کړه کړې او نور به افغانستان یوازې نه پرېږدو. ''

له دې مخکې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي، د جنیوا غونډې ګډونوال د سولې یوه داسې بهیر ملاتړ کوي، چې مشري به یې افغان دولت کوي.

کابل کې د یوناما دفتر له لوري پر ټویټر پاڼه یوه پیغام کې ویل شوي، د غونډې ګډونوال د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې بهیر ملاتړي دي.

پیغام کې دغه راز ویل شوي، د دوی د سیاست لومړیتوب په دغه هېواد کې د بحران حل دی.

په ورته وخت کې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې تر منځ د یوې هوکړې له مخې دغه ټولنه په جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره ۵۳۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ویل کېږي دغه پېسې به د حکومتولۍ او روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو او دغه راز افغانستان کې د ټاکنو لګښتونو لپاره ولګول شي.

غونډې ته وینا کې د اروپايي ټولنې استازي وویل، افغانستان کولای شي ازادو اوبو ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو لاسرسی اسان کړي.

نوموړي په افغانستان کې د اډانې پر رغاونه ټینګار سره وویل، د سیمې هېوادونه باید دې برخه کې ډېر فعالیت وکړي.

په ورته مهال د افغانستان اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي، له طالبانو سره خبرې بې شرطه، خو له هغوی سره سوله مشروطه ده. نوموړی وايي:

''د سولې هر اړخیز ملاتړ، د یوې ولسواکې ټولنې پر لور خوځښت، د افغانستان اساسي قانون منل او په ځانګړې توګه د افغانانو د حقونو او امتیازاتو منل، بشري حقونو ته درناوی، د هېواد د ادارو او وسله والو ځواکونو ملاتړ او ساتنه او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو شلون له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې اصلي محورونه دي. ''

نوموړی زیاته کړه له طالبانو سره خبرې غیر مشروطې خو له دوی سره سوله مشروطه ده.

بل لورته د نړیوال بانک مسوولین وايي، جنیوا کې د مرستندویه هېوادونو استازي د دې لپاره یو ځای شوي چې د سوله ییز راتلونکي لپاره د افغانستان د حکومت او ولس د هڅو لړ کې د نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنو تجدید وکړي او د افغان حکومت د اصلاحاتو هڅو ملاتړ وکړي.

نړیوال بانک مسوولین وايي، دوه کاله مخکې ۲۰۱۶ کال کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د بروکسل غونډه کې د افغانانو خیر ښېګړې پرواګرام هوکړه وکړه او ژمنې وشوې، چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ او دغه هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره به رغنده ګامونه پورته کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوې مرستیالې عادله راز د جنیوا کنفرانس ګډونوالو ته د افغان ښځو پیاوړتیا په تړاو د غونډې حال ورکړ. دغه غونډه یوه ورځ مخکې د افغان لومړۍ مېرمنې رولا غني په وینا پیل شوه.

د اسیايي پرمختیايي بانک مرستیال وانکیا ژانک د جنیوا غونډې په څنډه کې د افغانستان له اجرايي مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې وویل، دغه بانک په افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کوي.

د نوموړي په وینا دغه پېسې به د لویو سیمه ییزو پلانونو پلي کولو، اوسپنیزې پټلي رغونې، کوچنیو او متوسطو سوداګریو ته د پور ورکړې لپاره وکارول شي.