غني په جنیوا کې: جنایتکار که د هر قوم وي، جنایتکار دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جنېوا کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې نړیوالې غونډې ته په وينا کې له "ځواکمنو فاسدو شبکو" او "نامسؤله او ناقانونه وسله والو" سخت سر وټکاوه او دا دوه يې له مهمو ننګونو وشمېرلې.

محمد اشرف غني نامسؤل او ناقانونه وسله وال افغان ملت ته ګواښ وباله او ويې ویل

:

"جنایتکار، د هر قوم، ولایت، مذهب، ځواک او شتمنۍ ته له پام پرته جنایتکار دی".

ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال وکړې، چې روانه اونۍ کابل کې د یوې ناقانونه وسله والې ډلې قومندان علي پور د ملي امنیت لخوا ونیول شو، خو له دوه ورځنیو مظاهرو او د ولسمشر د دویم مرستیال له منځګړتوب وروسته په ضمانت بېرته خوشې شو.

ولسمشر غني وویل، دا ډلې په ناقانونه ډول د فاسدو شبکو له خوا وسلې لري او یو شمېر قوماندانان يې لا هم د حکومتي عنوانونو د لرلو ادعا کوي، خو بیا هم د جنایتکارو ملېشو په توګه جنګېږي.

هغه زیاته کړه: "پاېېدونکې سوله یوازې د مرميو نشتوالی نه دی، بلکې د قانون عادلانه پلي کول او د وګړو د حقونو او ازاديو خوندي کول دي.

هغه دغه راز وویل، هغه څوک چې د سولې له تړون وروسته وسله پر ځمکه ږدي باید د قانون پر واکمنۍ او د حکومت پر دغې ژمنې باور ولري، هغه تړونونه چې پکې د دوی حقوق خوندي او ساتل کېږي پلي کوي.

ولسمشر غني 'جنايي اقتصاد' د خپل هېواد د امنیت، ټیکاو او هر اړخیزې ودې پر ضد لویه ننګونه وبلله او ويې ویل: "بازار جوړونه او دولت جوړونه" باید هم مهاله وشي.

ولسمشر غني د خپل حکومت پر وړاندې د یوې مهمې ننګونې، اداري فساد، پر ضد د مبارزې لپاره د خپلې ملي تګلارې په تړاو وویل، حکومت يې په دې برخه کې له "ډېر فشار" سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه: " کله چې په دې برخه کې یو ګام مخ پر وړاندې ږدو، ځواکمنې فاسدې شبکې چې خپل برخليک ګوري دوه ګامه مو شاته تمبوي".

سیستماتیک اداري فساد

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل، افغانان د مصؤنیت او له مجازاتو د معافیت د درېدو غوښتنه ترې کوي.

ولسمشرغني وویل، په افغانستان کې اداري فساد سیستماتیک دی او د حکومت جوړونې سیستماتیک حل غواړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اقتصادي برخه کې د خپلواکۍ په لور د خپل حکومت د ډاډمن مخکې تګ یادونه وکړه او دغه راز يې په پوليس ځواک کې د ژورو بدلونونو یادونه هم وکړه.

په جنیوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ نړیواله ناسته دوام لري.