د سولې د مشورتي بورډ غړي اعلان شول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د خپل حکومت د مشورتي بورډ د غړو نومونه اعلان کړي دي.

په دې بورډ کې ټولټال ۱۲ کسان دي او مشري به یې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي. د بورډ نور غړي په لاندې ډول دي:

  • د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخلي
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه ساپۍ
  • د لوړو زدکړو د وزارت معین عبدالتواب باالکرز ی
  • د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت معینه ډاکټره عالمه
  • د ملي امنیت د لوي ریاست معاون جنرال عبادالله عباد
  • د ولسي جرګې غړې شاه گل رضايي
  • د علماوو شورا غړی عطالله لودین
  • د پکتیا والي شمیم خان کټو ازی
  • د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي
  • د بهیرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو ر ئیس توریالی غیاثي
  • د حج اوقافو معین عبدالحکیم منیب
  • د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت غواړي طالبان د یوې داسې دیموکراتیکې ټولنې برخه وګرځي چې د ټولو ونډه او برخه پکې مالومه وي.

    په اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري لاندې ټکو ته هم اشاره شوې ده.

    • له اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو، په ځانګړې توګه د حقونو او مکلفیتونو تامنیول.
    • د اساسي قانون منل او د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل.
    • له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل.
    • هېڅ یوې وسله والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره اړیکه ولري او په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وي، اجازه نه ورکول کېږي.

    د ارګ په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د سولې خبرې به په پنځو پړاونو کې ترسره کېږي.

    لومړی به په کور د ننه له افغانانو سره په دې برخه کې سلا مشوره کېږي.

    ورپسې به پاکستان او امریکا سره خبرې کېږي، او په درېیم پړاو کې به دا خبرې د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېږي.

    په څلورم پړاو کې به اسلامي او عربي هېوادونه سره خبرې وشي او په پنځم پړاو کې به د ناټو غړي او غیر ناټو هېوادونه هم د دې پروسې پرخه وګرځي.

    اعلامیه زیاتوي چې د راتلونکي پسرلي ولسمشریزې ټاکنې د سولې خبرو لپاره ډېرې اړینې دي.

    دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې ګنګوسې وې چې د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شي.

    خو د افغانستان د ټاکنو کمیسون نن چارشنبه د اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکن