کابل مظاهره: "د نیول شوي قومندان پلویانو ۲۳ پولیس ټپیان کړي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د یوه سیمه ییز قومندان تر نیولو وروسته پیل شوې مظاهرې کې د امنیه قومندان په وینا افغان پولیس ژوبلېدلي. افغان امنیتي سرچینې وايي، د علي پور په نامه یو سیمه ییز قومندان یې د یکشنبې پر ورځ د کابل ښار له اتلسمې حوزې نیولې. نوموړی د ولسي وګړو پر ربړړونه تورن دی

.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو پر شرط بي بي سي ته وویل، د ملي امنیت د صفر یو قطعې د یکشنبې په ورځ( د اکتوبر ۲۵) دغه قومندان ونیو.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل بي بي سي ته وویل چې ۲۳ پولیس سرتېري یې د مظاهره چیانو له خوا ژوبلېدلي دي چې درې یې په ډزو ویشتل شوي.

ښاغلی روشندل وايي مظاهره کوونکو "وسلې ته لاس ور وړي او همدارنګه یې په فزیکي ډول په ډبرو او لرګیو له پولیسو سره تاوتریخوالی کړی . "

هغه زیاتوي چې دوی د پولیسو او ترافیکو څارځایونه سوځولي دي.

د قومندان علي پور د نیول کېدو خبر لومړی د خواله رسنیو کارنو خپور کړ.

دغو کارنو د شاهدانو له خولې ويلي نن سهار علي پور د کابل لوېدیځ ته د قاضي کلا په سید اباد تمځي کې له فلینګوچ کوزېده چې ونیول شو.

د کابل د امنیې قومندان وايي سیمه ییزو مشرانو او دیني عالمانو د تاوتریخجنې مظاهرې په کابو کولو کې ورسره مرسته کړې او اوس وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

د علي پور په ملاتړ مظاهره

خواله رسنیو کې داسې ویډیووې خپرې شوې چې پکې مظاهره چیان د علي پور په ملاتړ شعارونه ور کوي.

ویل کېږي د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ تاوتریخوالی هم شوی دی.

د تېر اکتوپر لومړیو کې هم افغان ځواکونو د نوموړي د نیولو لپاره غور کې عملیات درلودل.

په هغو عملیاتو کې د اوو ولسي وګړو او افغان سرتېرو د وژل کېدو خبره هم کېده.

علي پور د انساني حقونو په خلاف ورزۍ هم تورن دی.

هغه مهال هم د غور د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، دغه قومندان د لویو لارو اوږدو کې د خلکو په ځورولو تورن دی او پولیس یې د نیولو هڅه کوي.

علي پور څوک دی؟

علي پور چې په شمشېر مشهور دی، درې کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و .

وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې وسله واله ډله جوړه کړې وه.

غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و.

ویل کېږي، علي پور د وحدت ګوند سره تړاو لري.

غور کې د نوموړي د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې هم د وحدت ګوند مشر او د افغانستان اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه دا عملیات غندلي او دا کار د افغانستان امنیت شورا خلاف عمل بللی و.

هغه مهال هم د علي پور په ملاتړ په غور او د بامیان په یو شمېرو سیمو کې مظاهرې شوې وي.

د اشرف غني امر او د قومندانانو نیول

د تېر جولای لومړیو کې افغان ځانګړو ځواکونو په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم اړوند یو سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصار نیولی و.

هغه مهال هم د ښاغلي قیصاري په ملاتړ او د حکومت پر ضد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې مظاهرې هم شوې وې.

تېر کې افغان حکومت د یو شمېر سیمه ییزو قومندانانو ملاتړ کاوه، چې له افغان ځواکونو سره یو ځای یې له وسلوالو طالبانو او داعش ډلې سره جګړه کوله خو وروسته یو شمېر دغه قومندانان د امنیت ټینګښت لپاره خپله په خنډونو بدل شو.

دا وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ته د خپل سفر پر دویمه ورځ امنیتي ځواکونو ته د هر هغه زورواکي او قومندان د نیولو او یا ځپلو امر کړی، چې د امنیت د خرابېدو هڅه کوي.

د تېر اګسټ په دویمه کندوز کې امنیتي چارواکو د یوې وسله والې ډلې مشر عبدالمتین هم ونیو.

پولیس دغه قوماندان عبدالمتین چې په متینک مشهور دی په باج اخیستلو، ترور او خلکو تیښتولو تورنوي.

افغان ځواکونو پر نوموړي او قیصاري سربېره له ارزګان او نورو سیمو کې هم د نامسوله وسله والو قوماندانان نیولي او کابل ته لېږدول شوي دي.