پاکستان د 'لبیک پاکستان یا رسول الله غورځنګ' مشر خادم حسین رضوي نیولی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني چارواکو هغه وتلی ملا او سیاسي مشر نیولی چې پلویانو یې تېره میاشت د پاکستان لویو ښارونو کې ددې لپاره ژوند په ټپه ودراوه چې غوښتل یې اسلام ته د سپکاوي قانون سم پلی شي.

خادم حسین رضْوي چې د 'لبیک پاکستان غورځنګ' مشر دی په لاهور کې له خپلې مدرسې بیول شوی.

د هغه پلویانو د سترې محکمې پر هغې پرېکړې اعتراض کاوه چې تر اوږده بند وروسته یې اسلام ته د سپکاوي په تور یوه نیول شوې عیسوۍ مېرمن بېګناه وبلله او د خوشې کېدو لارښوونه یې وکړه

.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فؤاد چوهدري ویلي د تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین رضوي ځکه دده په وینا خوندي ځای ته وړل شوی چې د سبا ورځې د اعتراضي غونډې خبره یې بېرته نه وه اخستې نو له همدې امله وپتیل شوه چې هغه ګواکې خوندي ځای کې وساتل شي.

د اطلاعاتو وزیر تېره شپه ناوخته پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي د دا ډول یو ګام پورته کول اړین و ځکه دغه تحریک د خلکو سر او مال له زیان سره مخامخ کوي او د مذهب په نامه سیاست کوي.

پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې هغه د شپې پرمهال نیول شوی او اوس له امنیتي ځواکونو سره دی.

پر خواله رسنیو هم دا سې ویډیوګانې خپرې شوي چې ویل کیږي د رضوي د نیولو صحنې دي.

په دې ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې یو تن چې په 'وېل چیر' ناست له یوه کوره ویستل کېږي او موټر ته پورته کېږي.

معلول مشر

 

د 'تحریک لبیک پاکستان غورځنګ' معلول مشر خادم حسین رضوي داسې مهال نیول کېږي چې هغه سبا د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې یوه احتجاجي غونډه رابللې وه.

په خواله رسنیو کې داسې یو وېډیو پیغام هم لاس په لاس کېږي چې ښيي خادم حسین رضوي خلک رابولي چې لارو او سړکونو ته راووځي.

تېره میاشت کله چې سترې محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي ته برائت ورکړ د تحریک لیک پاکستان پلویان لارو او کوڅو ته راووتل او د پاکستان په اکثرو ښارونو کې ژوند په ټپه ودرېد.

وروسته حکومت د غورځنګ له غړو سره خبرې وکړې او د جمعیت علمای اسلام سمیع الحق د مشر مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته یې احتجاج یې پای ته ورساوه.

داسې رپوټونه و چې اسیه بي بي کوم بهرنۍ هېواد ته تلونکې ده چارواکو دا رپوټونه رد کړل، خو نوم یې په هغه لست کې شامل شو چې له هېواده د بهر تللو اجازه نه ورکول کېږي.