د ټرمپ ګواښ؛ که د روسیې او امریکا ترمنځ د اټومي سیالۍ پیلېدل؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ور کوي چې متحده ایالتونه به پر روسیه او چین د فشار اچولو لپاره خپل اټومي وسله کوټونه پراخ کړي.

له خبریالانو سره خبرو کې هغه خپل دا باور تکرار کړ چې روسیې د منځه واټنه اټومي وسلو د ۱۹۸۷ کال تړون زیانمن کړی دی.

له دې مخکې هم ډونلډ ټرمپ د دې خبرې په کولو سره ویلي و چې امریکا به له روسیې سره له دغه تړون وباسي

.

خو مسکو دا تور نه مني چې دا تړون یې مات کړی دی او امریکا تورنوي چې په دا ډول هڅو سره غواړي نړۍ کې د یو قطبي توب خوب ریښتیا کړي چې یوازې امریکا به لوی قدرت وي.

د سړې جګړې د وخت دغه تړون سره د منځ واټنه توغندیو پر تولید او ازمویلو بندیز ولګېد او دې سره د پخواني شوروي اتحاد له خوا د اروپايي ملتونو د وېرولو اندېښنه کمه شوه.

له بلې خوا روسیه هم وايي، که امریکا نورې وسلې تولید کړي، نو ځواب به ور کړي.

خو د امریکا ولسمشر وايي، تر هغه به د اټومي سلاکوټ جوړوي چې خلک په هوش شي.

بیا د اټومي وسلو سیالي پیلېږي؟

څو ورځې مخکې هم ډونلډ ټرمپ ویلي و، امریکا روسیې ته دا اجازه نه ور کوي چې خپل اټومي فعالیت وکړي، هغه هم په داسې مهال چې "موږ خپل ځان منع کړی دی".

هغه وروستیو خبرو کې هم زیاته کړه: دا ګواښ ټولو هغو ته دی چې دا لوبه کوي، هغه که چین او روسیه دي او که بل هرڅوک دی... روسیه دغه تړون یا پخپله د تړون منځپانګې ته په ټول کې ژمنه نه ده.

سره له دې چې روسیې د ۱۹۸۷ کال له اټومي تړون د وتلو په هکله د ډونلد ټرمپ خبرداری غندلی، د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له روسي چارواکو سره خبرې لري.

ښاغلي بولټن ویلي چې له دې تړون د متحده ایالتونو وتل به د بې وسلېتوب ژمنو ته سخت ګوزار وي.

خو په ورته مهال د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پیتراشوف ویلي، مسکو له واشنګټن سره کار ته چمتو دی چې د ای اېن اېف تړون په هکله یې مهمې یا جدي اندېښنې لرې کړي.

مسکو ته د بولټن د سفر پر مهال روسي چارواکو ویلي چې د اټومي ځواک د انډول ساتلو لپاره به ګامونه پورته کړي.

د کرېملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، مسکو دې ته اړتیا لرو چې پر دې موضوع د امریکايي لوري خبرې واوري.

"د تړون پرېښودل مسکو اړ باسي چې د خپل امنیت لپاره ګامونه پورته کړي".

تړون څه وايي؟

ای اېن اېف تړون د سړې جګړې وروستیو کلونو کې د پخواني شوروي وروستي مشر میخایل ګورباچوف او د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د دغه تړون له مخې، د ۵۰۰ کیلومترو او ۵۵۰۰ کیلومترو وړتیا لرونکو اټومي او نااټومي منځ واټنه توغندیو پر تولید بندیز لګېدلی.

د یکشنبې په ورځ د ای اېن اېف تړون یوه اصلي لاسلیکوونکي میخایل ګورباچوف وویل، له دې تړون د امریکا وتلو سره به د اټومي بې وسلې توب هڅې شا ته وکړي.

ټرمپ او اټومي کوډونه

خو امریکا ټینګار کوي چې روسانو دا تړون زیانمن کړی، د (Novator 9M729) په نوم نوي منځ واټنه توغندي یې تولید کړي، چې ناټو یې د (SSC-8 -) په نوم پېژني.

دوی وايي، چې د دې توغندیو په مټ روسیه په ډېر لنډ وخت کې پر ناټو هېوادونو اټومي برید کولی شي.

که څه هم مسکو دا نه مني چې تړون خلاف ورزي یې کړې ده، خو ناټو په جولای کې وویل، چې مسکو د دې توغندیو په تړاو ځینې پوښتنو ته په کره ځواب ویلو کې پاتې راغله:

"او پایله دا شوه چې خورا کره ارزونه به دا وي چې روسیه د تړون خلاف ورزي کوي".

د جرمني غبرګون

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له دې تړون د وتلو لپاره د ډونلډ ټرمپ پلان خواشنیونکی بولي او وايي، دغه تړون خورا ډېر مهم دی "په تېره زموږ لپاره چې اروپا کې یو".

خو له دې تړون وتلو ته د چېن د پېزوانولو په سترګه هم کتل کېږي چې دا تړون یې لاسلیک کړی نه دی او له دې امله دا ډول وسلې تولیدولی شي.

دا پرېکړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اټومي بې وسلې کولو تړون راتلونکی هم بې باوره کولی شي، لکه د ستراتیژیکو وسلو کمولو نوی تړون چې د ۲۰۲۱ کال پرورۍ کې پای ته رسېږي.

امریکا ورستی ځل په ۲۰۰۲ کال د وسلو له یوه لوی تړون وتلې. هغه مهال ولسمشر جورج ډبیلو بوش خپل هېواد له بالستیک توغندیو ضد تړون واېست.

هغه تړون کې د بالستیک توغندي ضد وسلو پر جوړولو بندیز لګېدلی و