"ملا برادر په پاکستان کې له زندانه خوشې شوی دی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو ځينو سرچینو بي بي سي ته منلې چې د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر د چارشنبې پر ورځ د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ماځيګر مهال پاکستان خوشی کړی دی.

ځینې رپوتونه وایي، له نوموړي سره دوه تنه نور طالب مشران هم خوشې شوي.

خو د پاکستان حکومت او یا هم په کابل کې افغان چارواکو تر دې دمه رسماً دا خبره نه ده تائید کړې

.

څو ورځې وړاندې هم په شمېر پاکستانیو رسنیو کې د مُلا برادر د خوشې کېدو رپوتونه خپاره شوي وو.

ښاغلی برادر شاوخوا اته کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکايي او پاکستاني ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.

عبدالغني برادر چې اته کاله وړاندې نیول کېده، هماغه وخت د طالبانو په پخواني مشر ملا عمر پسې دویم مهم مشر بلل کېده.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم په ځینو رسنیو کې د مُلا برادر د خوشې کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

خو د طالبانو سرچینې وايي، نوموړی په ډې ټوله موده کې په پاکستان کې زنداني و، او یوازې میاشت دوو کې به يې له کورنۍ سره د لیدلو اجازه ورکوله.

د ملا برادر د خوشي کېدو خبر په داسې وخت کې راځي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د افغانستان، پاکستان، متحده عربی اماراتو، قطر او سعودي عربستان په سفر راغلی و.

ښاغلي خلیزاد په قطر کې له طالبانو سره هم لیدلي و. د طالبانو سرچینې وايي، ښايي د ملا برادر خوشي کېدل د ښاغلي خلیل زاد اوسنۍ هڅې وي او د هغه په غوښتنه خوشی شوی وي.

کلونه وړاندې د مُلا برادر د نیول کېدو پر وخت داسې ګنګوسې وې چې ګواکې نوموړي غوښتل له افغان حکومت سره سوله وکړي.

افغان حکومت هم څو ځله له پاکستانه رسماً غوتښتې وو چې مُلا برادر خوشې کړي.

په ۲۰۱۲ کال کې افغان حکومت ویلي وو چې د ملي امنیت یوه پلاوي په پاکستاني زندان کې له ملا برادر سره لیدنه هم کړې وه.