غني: پاکستان دې د کندهار برید پلانوونکي را وسپاري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کندهار پر وژل شوي امنیې قومندان جنرال عبدالرازق برید په پاکستان کې طرحه شوی و.

نوموړي له پاکستانه وغوښتل چې د دې برید پلانوونکي افغانستان ته وسپاري.

ولسمشر غني د سه شنبې پر ورځ کندهار ته تللی و او هلته یې د جنرال رازق قبر ته قاتحه وکړه، او د هغه له مور او کورنۍ سره یې هم ولیدل.

هلته په خبرو کې ولسمشر غني پاکستان ته مخامخ وینا کې وویل

:

''پاکستان ته وایم، توطئه په پاکستان کي شوې، مجرمین راکړئ چي موږ یې محاکمه کړو، هر ډول پلاوی چي مني را دې شي او څېړنه دي وکړي چي موږ ملامت یو او که تاسو. ''

غني د کندهار پولیسو اکاډیمي د جنرال عبدالرازق په نامه و نوموله، هغه ته یې د خپلواکۍ د اتل د لقب ورکولو او پر قبر یې د مقبرې د جوړولو ژمنه وکړه .

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۳) د کندهار مخورو سره خبرو کې وویل، چې له دې وروسته به د کندهار خلکو غوښتنې او مشورې مني.

 

نوموړي د کندهار د وژل شوي امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق د مرګ په شپږمه ورځ دغه ولایت ته رسېدلو سره اول د خرقې مطهرې زیارت وکړ او بیا د نوموړي قبر ته ورغی او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

په دې سفر کې د ولسمشر غني سره د ملي امنیت لوی مشر معصوم ستانکزی، د د فاع وزیر طارق شاه بهرامي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او یو شمیر نور چارواکي ملګرتیا کوي.

ولسمشر غني د کندهار د وژل شوي امنیه قومندان پر قبر د ګلو ګېدۍ کېښودله او وروسته منډیګک ماڼۍ ته لاړ .

ښاغلي غني په منډیګک ماڼۍ کې د سترپاسوال قومندان عبدالرازق مور سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي د "اتلولیو او سرښندنو" ستاینه وکړه.

غوښتنې او مشورې منل

په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، اشرف غني له قومي مشرانو سره خبرو کې وویل، چې د کندهار خلکو غوښتنې او مشورې مني.

"له دې وروسته د کندهار د خلکو خبره او مشوره زما د حکومت تګلاره ده او تل به یې منم".

د نوموړي په ځواب کې د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکریزوال ولسمشر ته وویل:

" دا چې نن ته زموږ پر زخمونو پټۍ ايښودلو ته راغلې او زموږ ټولې غوښتنې دې ومنلې، موږ هم ستا ملاتړ کوو او هر راز مرستې ته دې حاضر یو."

ښايي د دوی اشاره د کندهار د امنیه قومندان په توګه د سترپاسوال رازق د ورور تادین خان ګومارلو ته وي، چې تېره ورځ دغې څوکۍ ته وګومارل شو.

د امنیه قومندان عبدارازق وژل کېدو پسې اشرف غني د ملي امنیت د لوی مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ یو امنیتي پلاوی کندهار ته واستاوه.

ځايي مخورو له معصوم ستانکزي وغوښتل چې ولسمشر وهڅوي چې تادین خان امنیه قومندان وګوماري.

په دې غوښتنه پسې خواله رسنیو کې ځینو داسې ویل چې تادین خان پوځي برخه کې هیڅ تجربه نه لري، ځکه دې څوکۍ ته جوړ نه دی.

خو تادین خان پرون( د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ۲۲) دې څوکۍ ته وګومارل شو.

سترپاسوال څنګه ووژل شو؟

د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق تېره پنجشنبه( د اکتوبر پر ۱۸) د والي دفتر کې له ځايي امنیتي چارواکو او د ناټو لوی قومندان سره تر غونډې وروسته ووژل شو.

ویل کېږي د نوموړي وژونکی د والي یو ساتونکی و، چې څه مهال مخکې دلته ګومارل شوی و.

وسلوالو طالبانو د عبدالرازق د وژلو مسوولیت منلی، خو له هغه راهیسې خواله رسنیو کې ځینې کسان نیوکه کوي چې وسلوالو طالبانو د نوموړي په ځای ولې سکاټ مېلر نه واژه؟

ښايي همدې پوښتنو د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم اندېښمن کړی وي.

هغه د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا ناسته کې وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت( ناټو ځواکونه) د سترپاسوال رازق په وژلو کې لاس نه لري.