ملي امنیت مشر: د جنرال رازق وژنه له هېواده بهر پلان شوې وه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست مشر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې د کندهار پر وژل شوي امنیه قومندان د برید پلان، د ده په وینا "له کرښې هاخوا" طرحه شوی و.

ښاغلي ستانکزي که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست، خو ظاهراً یې اشاره پاکستان ته وه.

نوموړي په یوې خبرې غونډې کې وویل، پر جنرال عبدالرازق بریدکوونکی توانېدلی و چې د جعلي هویت په کارولو امنیتي ځواکونو ته لار ومومي

.

تېره پنجشنبه د کندهار د امنیې قومندان جنرال رازق او د کندهار د امنیت مشر جنرال مومن حسین خېل د کندهار د والي دفتر کې د ناټو له لوی قومندان جنرال سکاټ مېلر سره تر غونډې وروسته په ډزو ووژل شول. په برید کې د کندهار والي زلمی ویسا سخت ټپي شو او لا هم تر درملنې لاندې دی.

ښاغلي ستانکزي خبریالانو ته وویل، برید کوونکي په غلط نوم او شخصي تضمین د افغان ځواکونو منځ ته لار موندلې وه. هغه زیاته کړه "هغه څېړنې چې په داسې حساسو ځایونو کې د کسانو په مقررۍ کې ترسره کېږي نه وې ترسره شوې."

د ملي امنیت مشر د بریدګر پر ټیلفوني اړیکو هم وغږېد او ویې ویل چې "څرګنده شوې چې ۱۵دقیقي تر برید وړاندې د کرښې له هاخوا ورته ټېلیفون شوی او دوه نیمې دقیقې یې خبرې کړې دي او هدایت یې اخیستی دی".

ښاغلي ستانکزي وویل، له هغه هېواد سره به خبرې وکړي چې دا طرحه پکې جوړه شوې او ترې وبه غواړي چې مسول کسان دوی ته وسپاري.

پاکستان تل د افغان دولت داسې ادعاوې چې ګواکې په افغانستان کې د بریدونو طرحې په پاکستان کې جوړېږي، رد کړي.

ښاغلي ستانکزي د دوی د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ادعا وکړه چې د پاکستان حکومت دوه کاله وړاندې د کندهار د والي په دفتر کې د چاودنې مسولین هم نیولي خو کابل ته یې نه دي سپارلي.

په هغه برید کې د کندهار پخوانی والي سخت ټپي شوی و.

همدا راز په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د هغه مهال سفیر، چې د کندهار له والي سره په خبرو بوخت و، ومړ او یو شمېر ډیپلوماتان یې ټپیان شول.

په کابل کې بیا د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله ویلي، د کندهار د جنرال رازق په وژنه کې ناټو لاس نه لري.

دا چې پر جنرال رازق برید وروسته له هغه وشو چې د ناټو له لوی قومندان جنرال سکاټ مېلر سره یې وکتل نو ځینو سیاسي څېرو دا پوښتنې راپورته کړې چې د جنرال رازق پر ځای ولې د ناټو لوی قومندان نه وژل کېده.

خو ښاغلی عبدالله وايي، چې ناټو د جنرال رازق په وژلو کې لاس نه لري. هغه زیاتوي "دا ګنګوسه چې پرېکند ملاتړ دا کار کړی زما په اند د دښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي. "

بل لورته نن دوشنبه (د تلې ۳۰مه) د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه د چارو مسولیت له ګومارلو وروسته پر غاړه واخیستې.

 

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې لیکلي د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ له منظورۍ وروسته د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ چارسمبالی ټاکلی.

د جنرال رازق لپاره د کندهار سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو کې او د ډیورنډ کرښې پر بله غاړه هم فاتحې ونیول شوې او ګڼ شمېر خلک د حکومته غواړي چې د پېښې څېړنه دې وکړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی له کابله د ملي امنیت د مشر او ځینو نورو کسانو په بدرګه کندهار ته ولاړ او د جنرال رازق له کورنۍ او د کندهار له مشرانو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.