ولسمشر غني: ټاکنو ثابته کړه چې افغانان په زور نه مهارېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو دوه ورځنی بهیر رسماً پای ته ورسېد.

ولسمشر په خپله وینا کې د ټاکنو د بهیر په ترڅ کې وژل شوي کسان د ولسواکۍ د لارې شهیدان وبلل، او له خلکو یې مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې پراخ ګډون وکړ.

ولسمشر غني وویل، طالبانو ته ثابته شوه چې دا ولس هېڅوک په زور نشي مهارولی. نوموړي زیاته کړه، که طالبان اخلاقي جرات لري نو را دې شي انو خپل زور دې ښکاري کړي

.

ولسمشر غني، چې له ارګه یې ولس ته وینا کوله وویل، غازي امان الله خان سل کاله وړاندې له همدې میزه نه ولسواکي پیل کړې ده.

د هغه په خبره، په دې ټاکننو کې د ښځو ګډون د افغانستان د ولسواکۍ لپاره تاریخي بریا ده.

ولسمشر غني له ټولو امنیتي او دولتي ارګانونو مننه وکړه چې د ټاکنو په پروسه کې یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړه.

د ټاکنو کمیسیون خبري غونډه:

بل لور ته د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د یکشبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د ټاکنو په دوه ورځني بهیر کې ۴۵۷۶ مرکزونه کې ټاکنې ترسره شوي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، صندقونه د ولایتونو مرکزونو ته لېږدول کېږي او د پایلو پاڼې د امنیتي ځواکونو له خوا مرکز ته لېږدول کېږي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه، کابو څلورمیلیونه خلکو رایه ورکړې، چې ۳۳ سلنه یې ښځې او ۶۷ سلنه نارینه وو.

د هغه په وینا، د ټاکنو د واجد شرایطو ۴۵ سلنه کسانو ټاکنو کې ګډون کړی دی.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل، له سیاسي ګوندونو او جریاناتو غواړي چې پر بهیر څار وکړي.

هغه له ټولو اړوندو کسانو غوښتنه وکړه چې د رسمي اعلان تر وخته خپل سرې پایلې اعلان نه کړي.

ښاغلي صاید زیاړه کړه، کره شمېرې به وروسته له کمیسیون له خوا خپرې شي، او رسنۍ باید له هغو بحثونو ډډه وکړي چې د خلکو فکرونه مغشوشوي.

نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ چې راتلونکې شنبه په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري.