دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي هیچاته د تفرقې، لنډپارۍ،امتیازطلبۍ او تعصب اجازه نه ورکول کېږي اؤ پرې به ښودل شي چې دښمن په افغانستان کې دتفرقې خپل شوم پلان عملي کړي.
اشرف غني دیکشنبې په ورځ د بلخ د بېلابېلو مدونو داستازو سره په کتنه کې هغوی ته په خطاب کې وویل د بلخ ولایت د خلکو له فعال رول پرته ثبات او امنیت نه شي تامینېدلی.
هغه پر وخت د ټاکنو په ترسره کېدو تینګار وکړو او وې ویل، ولسواکي له ټاکنو پرته نه تینګېږي
.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د بلخ د ښځو رول هم ارزښتناک وباله.
هغه څرګنده کړه هر غل او زورواکی چې فردي امنیت له خطر سره مخ کوي، سخت به وځپل شي.
ولسمشر وویل د بلخ خلک د اصلاحاتو او تحول غوښتونکي دي او بلخ اوس د مرکزي اسیا پرانیستې دروازه ده او دا ولایت به د بین المللي صادراتو په لوی مرکز بدل شي.
ښاغلي غني وویل وویل د شمال جنګ د لویو اقتصادي پروژو په خاطر دی او موږ هیڅ وخت اجازه نه ورکوو چې شمال ناامن شي او ښاري امنیتي حوزې به زیاتې شي.