زلمي خلیلزاد له غني او عبدالله سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد، د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ٧) د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو سره په کابل کې ولیدل.

ارګ وايي دوی د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې دتامین پر لارو بحث او خبرې وکړې

.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې جمهور رئیس غني د یکشنبې (اکتوبر۷) په ماښام "د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد، سره وکتل او په دې کتنه کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه یې خبرې وکړې."

کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیلزاد د شنبې په ورځ (اکتوبر ٦) په اسلام آباد د پاکستاني مقاماتو سره ولیدل خو څرگنده نه شوه چې د کومو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي او د بحث وړ مسایل یې کوم وو.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.

ښاغلي خلیلزاد کابل ته د رسیدو پر وخت د افغانستان محلي رسنیو ته وویل "هر هغه څه چې خدای تعالی راکړي، د هغو تجربو نه چې په نړیوالو مسایلو کې یې لرم، د هغو تجربو نه چې د سیمې د مسایلو په هکله یې لرم ... د هغو اړیکو نه چې په سیمه او نړۍ کې یې لرم پدې اړه {د افغانستان د سولې د بهیر} به کار وکړم."

٦٧ کلن زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر په توگه – د ۲۰۰۳ نه تر۲۰۰۵ پورې – د طالبانو له پرزیدو وروسته په جریانونو کې اساسي رول لوبولی چې د افغانستان د متخاصمو ډلو ترمنځ د تفاهم د رامنځ ته کولو په خاطر یې شهرت ترلاسه کړ.

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانگړي استازي په توگه له ټاکنې وروسته دا کابل ته د ښاغلي خلیلزاد لومړنی سفر دی.