''د چینايي پورونو له کبله پاکستان دغه حالت ته رسېدلی''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي،د چین پور پرې کولو لپاره پاکستاني چارواکي اړ شول، چې د پېسو له نړیوال صندوق یا ای ایم ایف نه نورې پېسې وغواړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هېدر نویرت د پنجشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، پاکستان رسماً له ای ایم ایف نه د پور په بڼه مرسته غوښتې. نوموړې وايي:

''فکر کوم د پاکستان اوسني حالت سبب هغه پور دی، چې دغه هېواد له چینه اخیستی دی. د دې پور په تړاو ښايي حکومتونه فکر کوي، چې پرې کول به یې اسان وي، خو داسې نه ده. ''

نوموړې وايي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پاکستان ته د ای ایم ایف له لوري د پور ورکړې په تړاو څرګندونې کړې دي

.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د تېرې جولای میاشتې وروستیو کې ویلي و، د پېسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف باید د چین پور پرې کولو لپاره د پاکستان نوي حکومت ته پېسې ورنه کړي.

له سي این بي سي ټلویزیون سره خبرو کې ښاغلي پومپیو ویلي و، متحده ایالتونه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول غواړي، خو په وینا یې پاکستان ته د دې لپاره د پېسو ورکولو 'جواز ' نه شته، چې دغه هېواد د چین پور پرې لنډ کړي.

هغې زیاته کړه، موږ پاکستان ته د ای ایم ایف له لوري د پور ورکړې په ګډون ټولو مسایلو ته په غور سره ګورو.

بل لور ته د ای ایم ایف مشر کرستین لیګارډ د پنجشنبې پر ورځ وویل، د مالي او اقتصادي بحران کابو کولو لپاره پاکستان حکومت له دوی نه رسماً د پور په بڼه مرسته غوښتې ده.

نوموړي ویلي، د پاکستان اقتصاد وزیر اسد عمر، د مرکزي بانک مشر طارق باجوه او د اقتصادي پلاوي غړیو له دوی سره لیدنه کې دغه غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، دې لړ کې به یو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به په دې تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان اقتصاد وزیر اسد عمر تېره اونۍ وویل، هېواد یې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او له همدې امله د پیسو له نړیوال صندوق یا 'ای ایم ایف ' نه د پور اخیستو لپاره د خبرو پیلولو پرېکړه شوې ده.

بل لور ته له دې مخکې د ټاکنیز کمپاین پر مهال او بیا د جولای ۲۵ ټاکنو کې له بریا وروسته هم تحریک انصاف ګوند په تکرار ویلي و، چې ایم ایف نه پور نه اخلي.