د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې ټول دې د پاکستان له تابعیت سره سره د افغانستان تابعیت هم واخلي.
د ښاغلي اڅکزي په خبره که په لکونو پاکستاني وګړي له پاکستان سره سره د نورو هېوادونو تابعیت ترلاسه کولی شي، نو پښتانه هم کولی شي چې افغانستان پاسپورټونه ولري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په کوټه کې د خپل ګوند د ۱۹۹۱م کال د وژل شویو پلویانو د تلین پر مهال خپله وینا کې وویل، د افغانستان او پاکستان ولسونه په اغزنو تارونو نه بېلېږي
.
ښاغلي اڅکزي په خپلو ویناو کې بیا بیا ویلي چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه یو قام دی او هېڅوک يې هم بېلولی نشي.
نوموړی د خپل همدې دریځ له کبله په پاکستان کې له سختو نیوکو سره هم مخ شوی.
څه موده وړاهندې ښاغلي اڅکزي د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورولو ته په اشارې سره ویلي وو چې افغان کډوال دي نه ځورول کېږي.
د ده په وینا، افغانان پاکستان کې "پر خپله خاوره" پراته دي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ګڼ شمېر افغان کډوال له لسیزو راهیسې ژوند کوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره میاشت په کراچۍ کې د پاکستان مېشتو افغان کډوالو لپاره اعلان کړی و، چې هغوی ته به د پاکستان تابعیت ورکړل کېږي.
د ښاغلي خان په خبره، دا کډوالو درې یا څلورې لسیزې پاکستان کې تېرې کړې دي، او باید پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شي.
پاکستان کې یو شمېر پښتنو ملتپالو مشرانو د لومړي وزیر د دغه بیان هرکلی وکړ، خو ځينو نورو ګوندونو بیا د عمران خان دغه اعلان په کلکه وغانده.
ښاغلي اڅکزي د یکشنبې پر ورځ کوټه کې خپلو پلویانو ته وویل، ډيموکراتیک پاکستان او ډيموکراتیک افغانستان د یو بل لپاره ښه ګاونډیان کېدلی شي، او د افغانستان ټول څنګلوري هیوادونه باید هلته له لاس وهنې لاس په سر شي.
پاکستان په دې وروستیو کلونو کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پېل کړي، چې د دوی په خبره له همدې لارې پر یاده کرښه د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول غواړي.
خو افغان دولت د پاکستان دا ګام غندلی او ټینګار کوي چې د وسله والو د تګ راتګ مخه له نورو لارو هم نیول کېدی شي.