غني او مودي د همکاریو د پراخولو ژمنه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د چارشنبې ماښام د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ولیدل.

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:

"د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو د لا پراختیا، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، سیمه ییز اتصال، د افغانستان - هند هوايي دهلیز د انکشاف، د لوړو، حرفوي او پر لیکه (انلاین)زده کړو او همدارنګه د افغانستان بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې

".

اعلامیه زیاتوي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتووالی وښود.

دواړه مشرانو پر دې هم هوکړه وکړه چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلیز الوتنې دې ډېرې شي، او د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پیل شي.

د ارګ اعلامیه وایي، هند له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو د همکارۍ پروګرام یې پنځه کاله نور هم غځولی او ترڅنګ به یې افغان مامورین هم د بېلابېلو مهارتونو د زده کړې په برخه کې و روزي.

ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره اغلې سوشما سواراج به په نژدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو پر ستراتیژیکو همکاریو به له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

نژدې یو کال وړاندې هم ولسمشر غني هند ته تللی و چې هغه مهال یې له دې هېواد سره د هوا او اوبو له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې د سیستم رامنځ‌ ته کېدو ژمنه کړې وه.‌

افغان چارواکي وايي، هند د افغان ولسمشر د بهرني سیاست د ټاکل شویو پنځو کړیو له ډلې په څلورو هغو کې شاملېږي.

هند له افغانستان سره په تېره یوه نیمه لسیزه کې څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې.

په هرات کې د سلما بند او پ‍ه کابل کې د ملي شورا ودانۍ له هغو پروژو دي چې لګښت یې هند ورکړی دی.

له هند سره د افغانستان ډېر نژدېوالي او په دغه هېواد کې یې د ونډې پراخېدو ته پاکستان د شک په سترګه ګوري.